اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)سينئر لارښود او وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وئېلي دي شهباز ګل هغه طوطي دے چې پكښې د عمران خان پشمول د ځينې نورو خلقو ساه ده٬شهباز ګل په تفتيش كښې په وړومبۍ ورځ چې څه وئېلي هغه د هغه لپاره خطرناك دي٬عمران خان اصل يره دا لري چې چ??ته هغه زمونږ نامې وانخلي٬د دې طوطي څخه دې د ټولو خبرو معلومات اولس ته وړاندې كړے شي٬هېواد اوس د حقيقي مشرتابه څخه بغېر نه چلېږي٬نواز شريف د نتيجو پرواه نه كولو بغېر بې??ته راځي٬مونږ ګورو چې ادارې تر كومه حده غېر جانبداره دي٬رياست او هېواد سره چې څه ??وي د هغې حساب اخستل ضروري دي۔د زيارت په ورځ نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې بېړني پرېس كنفرنس كولو په مهال وفاقي وزير جاوېد لطيف ووئيل شهباز ګل هغه طوطي دے چې پكښې د ځينو خلقو ساه ده٬په چا هم د تشدد په ضد يو خو دلته بله ??وب?? روانه ده٬اډياله زندان د پنجاب حكومت په زير انظام كښې دے كه چرې تشدد شوے نو د پنجاب داخله وزير هاشم ډوګر دې اووئي۔ده ووئيل درې ځله پاتي وزيراعظم او د هغه كورنۍ سره په زندان كښې څه نه دي ??وي ٬نواز شريف او د هغه لور سره چې څه په زندان كښې كېدل كه نواز شريف د هغې څلورمه برخه هم اووئي نو په هېواد كښې به وينه بهېدل پیل شي۔ده ووئيل زما په ضد د غدارۍ مقدمه جوړه شوې نو زه يې په زندان كښې په وړه كوټه كښې بند كړے ووم چ??ته چې يې د جون او جولائي په مياشت كښې د 1000 واټ 40 بلبونه لګولي وو٬ ده ووئېل ماته به يې وئې?? س??ا د ژړا غږ عمران ته اورول دي۔ده ووئيل زما د 14 ورځو په ريمانډ كښې 7 قاضيان بدل كړے شوي٬چې زه يې كله ګرفتار كړم نو زما ورور يې هم غائب كړو٬ ده ووئېل كه چرې زما د 14 ورځو ريمانډ وركړے شو نو د شهباز ګل د 12 ورځو ريمانډ ولې نشي ۔۔