ا??لا?? آباد 01 اګست (اے پي پي) د کل جماعتي حريت کنفرنس آزاد جمو و کشمير قيادت په مقبوضه جمو و کشمير د هندي ځواكونو لخوا د بې ګناه كشميريانو په قتل عام كښې د اضافې غندنه كولو سره د هند د بشري حقونو په ښكاره خلاف ورزو د نړيوالې ورورولۍ په جرمانه خاموشۍ شديد تنقيد كړے دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د کل جماعتي حريت کنفرنس آزاد جمو و کشمير شاخ پخواني کنويئنر محمد فاروق رحماني نن په ا??لا?? آباد كښې په يو بيان كښې په کپواړه كښې بې ګناه زلمې اختر احمد بټ د يوې منصوبې له مخې تېره شپه په ??وه جعلي مقابله كښې په قتل كېدو د افسوس څرګندونه كړې۔ ده ووېيل د شهيد كورنۍ بيان كړې شوې اصل حقائق د دې ??برې تصديق كوي زلمې هلك د جولائي په 15مه نيټه د دكان نه په راښكلو بوتللې ٶ او د پوليس او پوځ په حراست كښې د قتلولو نه وړاندې ??براً بې دركه كړې شوې ٶ۔ ده د دې ??فسوس څرګندونه وكړه چې د شهيد شوې زلمي مړې مناسب تدفين لپاره خپلې كورنۍ نه ونه سپارلې شو۔ فاروق رحماني ووئيل د بشري حقونو كاركنان٬ آزاد او خپلواكه خبريالان او فوټو جرنلسټس غلې شوي شوي دې ځكه چې د هندي حكومت استخباراتي اېجنسۍ او د آر اېس اېس غنډګانو د خوف او دهشت ماحول جوړ كړې دې۔ ده د ملګرو ملتونو بشري حقونو څخه اپيل كړې دې چې ھغوي دې ?? بې ګناه كشمريانو تحفظ او ??لا??تيا لپاره اقدامات وكړي۔