اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)د “پيس اينډ كلچر آرګنائزېشن”چيئرپرسن مش??ال حسېن ملك د هندي وزيراعظم نريندر مودي په نوم په خط كښې هغه ته وئېلي دي چې هغه دې د هغې خاوند او د كشمير حريت لارښود محمد ياسين ملك په سمدستي توګه خوشې كولو سره د هغه د خراب صحت په اړه د لويې والي او انصاف خوښۍ جذبه څر??ند?? كړه۔د كشمير مېډيا سروس له مخې مش??ال ملك په خپل خط كښې ليكلې دي چې د لبرېشن فرنټ چيئرمېن محمد ياسين ملك د جمو او كشمير په امن خوښونكو طاقتور مشرانو كښې يو دے او په دې وخت كښې هغه د ډېلي په تهاړ زندان كښې په تنهائي كښې دې۔دې ووئيل چې ياسين ملك د انصاف او منصفانه ټرائل انكار په ضد د 22 جولائي نه د لوږې په هړتال دے۔مش??ال ملك ليكلې د كلونو د زندان٬تكليفونو او ناروغو په وجه د هغه صحت خراب شوې او ياسين ملك د ډهلي روغتون ته منتقل كړی شوې چرته چې د هغه حا??ت اندېښمن دے۔هغې ليكلي چې زما خاوند عدالت ته اطلاع وركړی وه چې ده د هند رياست ته يو خط ليكلې و چې پكښې يې په عدالتي ټرائلز كښې ده ته په ذاتي توګه د وړاندې كېدو او د منصفانه ټرائل خواست شوې و خو له بده مرغه د ده په خواست غور ونه كړې شو۔