اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم ??حمد شهباز شريف سره په پاكستان كښې د تركيه نوې سفير مهت پيكاسي د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د تركيې سفير ته په تقررۍ مباركي وركړه او په پاكستان كښې د كاميابې مودې لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ??وئيل د پاكستان او تركيې د ??رو??ولۍ اړيكې په شريك اعتماد اډانه دي۔ده هي??ه څرګنده كړه چې د نوي سفير تعيناتۍ سره به د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا قوي شي۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف د جمو كشمير په شخړه د تركيې په مستقل ملاتړ مننه هم وكړه۔جون 2022 كښې د تركيې خپلې دورې زكر كولو سره وزيراعظم ??وئېل زه سږ كال ستمبر كښې په پاكستان كښې د اعلٰی كچ ستراتېژېكي كوآپرېشن كونسل 7مې غونډې لپاره د تركيې صدر رجب طيب اردوان هركلې كولو ته منتظر يم۔وزيراعظم د پاكستان او تركيې سفارتي اړيكو 75مې سالګرې اهميت هم رامخې ته كړو او په دواړو هېوادونو ??ښې ئې د يادګارۍ دستورو د لارې د دې سنګ تر سره كولو په اهميت زور راوړو