اسلام آباد01 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي د اېل اېن جي د اوږدې مودې لو??نامه كولو كښې د تېرو واكمنو د مجرمان?? غفلت له امله نن د برېښنا او ګاز لوډشېډنګ رامخې ته دے ،ان شاالله قام به د دې ستونزمند صورتحال نه اوباسو، تېرو واكمنو د ارزان ګېس اخستو موقع قصداً د لاسه وركړې، په لوډشيډنګ قابو موندل زمونږ ذمه واري ده،قطر سره په سپېځلې لو??نامه تېرو واكمنو تنقيد كړے ، دوي د برېښنا پلانټس مرمت نه دے كړے ۔ د جمعې په ورځ هېواد كښې د لوډشيډنګ پحقله د غونډې په مهال خبرو كښې ده ووئيل د لوډشيډنګ كنټرول كولو پحقله زمونږ د هلو ځلو تر اوسه ښې نتيجې ر??مخ?? ته كېږي٬تېرو واكمنو د برېښنا پلانټس نه دي مرمت كړي ٬ بند پراته پلانټس زمونږ حكومت ډېر په خوارۍ او بيړه مرمت كولو نه پس چلولي۔ ده ووئيل دا مهال د اېندهن لوي چېلنج ر??مخ?? ته دے ،ده ووئېل د تېلو او ګاز بيعه په نړيوال ماركيټ كښې د تېرو څو لسيزو په مقابل كښې لوړې كچې ته رسېدلې ، مونږ په دې سوچ كښې يو چې په دومره ګرانو تېلو او ګاز برېښنا جوړه كړو نو څومره زرمبادله به خرڅ كېږي، مونږ د يوې يوې پېسې بچ كولو لپاره اقدامات كوٶ٬ ده ووئېل مونږ د حام تېلو او مشينرۍ په درآمد بندېز لګولے دغسې چې په كلنه توګه د دوه نيمو نه تر درې اربه ډالر بچت شي۔ ده ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو بيعه لوړې كچې ته د رسېدو له امله مونږ اېل اېن جي لپاره چې كوم ټېنډر وركړے په ھغو كښې په ځينې ټېنډرز كښې بډ هم نه دې راغلي٬ كوم بډ چې راغلي په ھغې كښې د يونټ په سر ګاز 40 ډالره ګران ملاوېږي۔ ده ووئيل د دې وجوهاتو نه مونږ ښه خبر يو خو بيا به هم د دې بحران نه پاكستان بهر كوٶ۔ ده ووئيل تېرو واكمنو چې د خپلو مخالفينو په ضد كوم وخت صرف كړے د ھغې نيم وخت ئې هم كه دلته صرف كړے ؤ نو نن به دا صورتحال نه و۔ ده ووئيل د نواز شريف په دور كښې مونږ په 13 ډالره لو??نامه كړې وه خو په ھغې دومره تورونه ولګولې شول چې قطر په دې سپېځلې لو??نامه تنقيد له امله پرېشانه شو، مونږ دا لو??نامه 15 كالو لپاره كړې او په 10.4 ډالره پنځو كالو لپاره لو??نامه شوې۔ ده ووئيلكه برېښنا نه وي نو اولس خېرې كوي او چې كله صنعت ته برېښنا نه ترلاسه كېږې نو برآمدات ته زيان رسي، دا يو ګران چېلنج دے دې لپاره پرله پسې هڅې كوٶ۔ ده ووئيل د ??ين په مرسته د سي پېك له مخې په سكرو پلانټس لګېدلې دي، په افريقا كښې دا مهال د سكرو بيعه لوړې كچې ته رسېدلې ٬ د لوي څښتن په مرسته به ستونزمند صورتحال نه رابهر كېږو۔ ده ووئيل ??ين دريوالونګ اكاونټس په نه خلاصولو د تېر حكومت په دې اقدام اعتراض لرلٶ ،سيمنز كمپنۍ د دولس نيم سووه مېګاٶاټ پلانټ لګولے ، دوه نيم كاله وړاندې دا پلانټ چلېدل پكار ٶ خو بند پروت دے چې په سبب ئې د 30 نه تر 40 اربه روپۍ ضائع شوې،ده ووئېل د پن برېښنا په منصوبو كښې قصداً تاخير شوے ، دا چيلنج مونږ ته په ورثه كښې پاتې دے، د دې بحران حل به رواباسو٬ ھغه وخت لرې نه دے چې لوډشېډنګ به كم شي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مونږ له پاكستان په صحيج معنو كښې د قائد پاكستان جوړول دي۔