اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې چائلډ ل??بر په نړۍ كښې زياتېدونكې لعنت دے، په خاص توګه پرمختګ كوونكي هېوادونه او پاكستان د دې زياتېدونكي رحجان سره ??خ دے، پاكستان د چائلډ ل??بر د ټولو صورتونو مخ نيوي لپاره په خپلو نړيوالو ذمه وارو قائم دے. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د چائلډ ل??بر په ضد د نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې د جون 12مه نېټه د چائلډ ل??بر په ضد د نړيوالې ورځې په توګه په ټوله نړۍ كښې د چائلډ ل??بر مخ نيوي په لړ كښې شعور بېدارولو لپاره لمانځلې شي. د دې ورځې لمانځلو مقصد اړوند ډلو ته د دې سماجي بدې په ضد د خبرې ترغيب او د چائلډ ل??بر ختمولو د عزم پخلې كول ??ي. ??در مملكت ووئيل چې چې چائلډ ل??بر په نړۍ كښې زياتېدونكې لعنت دے، په خاص توګه پرمختګ كوونكي هېوادونه او پاكستان د دې زياتېدونكي رحجان سره ??خ دے، پاكستان د چائلډ ل??بر د ټولو صورتونو مخ نيوي لپاره په خپلو نړيوالو ذمه وارو قائم دے، هر يو ماشوم د تعليم او غوره صحت حق لري، مونږ ته به دا خبره باوري كول وي چې زمونږ ماشومانو ته محفوظ ماحول وركړل شي. ده ووئيل چې د پاكستان د آئين آرټيكل 11 ﴿3﴾ د دې خبرې ضمانت وركوي چې د څوارلس كلونو نه د كم عمر كوم ماشوم په كومه كارخانه، كان يا كوم بل خطرناك كار نه شي كولې. په پاكستان كښې د چائلډ ل??بر مخ نيوي لپاره په وفاقي او صوبائي كچه قوانين موجود دي او د دې عملي كولو ضرورت دے.