اسلام آباد27 مئی (اے پی پی)چيف آف دي نيول اسټاف اېډمرل محمد امجد خ??ن نيازي وئېلي دي چې پاكستان يو امن خوښې هېواد دې خو په امن كښې زمونږ خوښي لرل دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي٬د منطقې بدل شوې ميري ټائم صورتحال د هر وخت بېدار پاتې كېدو متقاضي دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان نيوي وار كالج لاهور كښې د پاك بحريه 51م سټاف كورس كانووكېشن دستورې ته د خ??ص مېلما په حېثيت خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د كورس بشپړېدونكو 98 افسرانو ته ماسټرز ډګرۍ و??كړ?? شوې۔ د پاك بحريه وياند له مخې په كورس كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو نه علاوه د ملګرو هېوادونو 32 افسرانو هم ګډون كولو۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال نيول چيف ووئيل چې پاكستان يو امن خوښې هېواد دې خو زمونږ د امن خواهش دې كمزورې ونه ګڼلې شي٬پاكستان يو جارح دښمن سره مخ دې كوم چې خپل روايتي جنګي استعداد كښې پرله پسې اضافه كوي۔ده ووئيل چې د منطقې بدل شوې ميري ټائم صورتحال د هر وخت بېدار پاتې كېدو متقاضي دې۔ دې څخه وړاندې د ك??لج كمانډنټ د كورس په مهال د ګډون كونكو د بېلو پېشه وارانه او علمي هلو ځلو جائزه وړاندې كړه۔(