سرینګر۔15اپرېل(اے پی پی) د حريت كنفرنس لارښود بشير احمد بټ د وزيراعظم منصب پ?? سنبالولو شهباز شريف ته مباركي وركړې ده او هيله ئې څرګنده كړې ده چې د ده فعاله او متحركه مشرتابه ??ښې به پاكستان پرمختګ وكړي۔ د كشمير ميډيا سرورس له مخې بشير احمد بټ سرينګر څخه جاري شوي يو بيان ??ښې ووئيل د كشمير د آزادۍ تحريك كاميابۍ لپاره يو مضبوط او مستحكم پاكستان ضروري دې۔ ده هيله ولرله چې د شهباز شريف په مشرۍ ??ښې به د پاكستان حكومت نه يوازې دا چې د كشميري اولس د آزادۍ منصفانه هڅو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان وساتي بلكې كشمير كاز به په بشپړه توګه رامخې ته كولو سره سره په نړيولو فورمونو د هندي سامراج ناوړه څېره هم په ډاګه كړي۔ په دې مهال د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې لارښود محمد سلطان بټ هم په اسلا آباد ??ښې په يو بيان ??ښې محمد شهباز شريف ته د وزارت عظمی منصب پ?? سنبالولو مباركي وركړه۔ ده نوي حكومت ته خواست وكړو چې هغه دې د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو له خپلې هڅې ګړندۍ كړي