اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پشاور موړ څخه تر نیو اسلام آباد ایئرپورټ مېټرو بس منصوبې دوره ??كړه ٬ منصوبه كښې د شوي تاخير د پلټنيو حكم او خلكو ته د سفر غوره او معياري آسانۍ وركولو له يۍ د بهاره ??هو او روات په روټس مېټرو بس چلولو له د فوري فزېبلټي تيارولو هدايت وكړو۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم سهار 7 بجې په مېټرو بس سروس د روان ??ار جاج اخستلو له د پشاور موړ مېټرو بس سائټ ته ورسېد۔ د مسلم ليګ نون لارښود احسن اقبال ٬ انجم عقيل خان ?? حنيف عباسي ٬ مريم اورنګزېب او ډاكټر طارق فضل چوهدري هم ده سره ??۔ وزیراعظم ته د سي ډي اے او اېن اېچ اے چارواكو د منصوبې په اړه بشپړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ته ووئيلې شؤ چې د خالي ورځې نه به 15 بسونه په دې روټس چلول پېل كړې شي او ت?? 5 مئي به نور 30 بسونه راورسي٬ دا منصوبه په كال 2018 كښې ترسره ??ېدل وو خو تاخير سره ??خ پاتې شوه۔ وزیراعظم په منصوبه كښې په تاخير د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ??وئيل تر دې دمه 16 اربه روپۍ مصرف شوي دي او د دې باوجود دا منصوبه د ځنډ ښكار پاتې شوې ده كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔ ده ووئيل منصوبه كښې د تاخېر هېڅ جواز نه جو??ېږ??۔ وزيراعظم ووئيل د تاخير بايد پلټنې وكړې شي او دې مقصد لپاره دې كمېټي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل زه غواړم چې پرېكړې په وخت ولې ونشوې او په دې كښې تاخېر ولې شوې دې٬ دا د قوم پېسه ده د كومې ګټه چې قوم ته نه ده رسولې شوې۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې په موټروے دے هم يو مېټرو سټېشن جوړ كړې شي ٬ كه دغلته مېټرو سټېشن نه وي نو د دې منصوبې ګټه به ټولو خلكو ته ونه رسي۔ دې لپاره ??ه كوم شټل سروس چلول وي هغه دې وچلولې شي۔ ده ووئيل په موټروے دې مېټرو سټېشن په بېړني بنيادونو جوړ كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د الېكټرانك ټكټنګ عمل چې تر كومې بشپړ نه شي د ټكټونو اجراﺀ دې مېنول طريقې سره ??كړې شي او د روژې مباركې مياشت كښې دې وېړيا مېټرو بسونه وچلولې شي دغسې چې د دې مقدسې مياشتې په مه??ل وګړو ته د سفر آسانۍ وركړې شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې ایئرپورټ ته تلونكو مسافرو لپاره دې بسونو كښې د سامان اېښودلو انتظام هم وكړې شي۔ ده ووئيل د اولسي ګټې منصوبې بايد زر تر زره ترسره ??ړې شي۔ وزیراعظم د اسلام آباد او دې سره د تړلو سيمو وګړو ته د معياري او غوره سفري آسانۍ وركولو له د بهاره ??هو او روات په روټس مېټرو بس چلولو له د فوري فزېبلټي تيارولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم په مېټرو بس كښې سفر وكړو او د روان ??ار معائنه يۍ وكړه۔