اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د عدم اعتماد ناكامۍ لپاره مو منصوبه بندي كړې ٬ د ه??وا?? په ضد بهرنې سازش په ډاګه شوې دې٬ د دې سازش په ضد به قوم له نن سولييز احتجاج كول وي٬ پاكستان د مضبوط پوځ له امله نن محفوظ دې٬ پوځ سره زما هېڅ اختلاف نشته٬ منحرف غړي به د غېر ملكي سازش برخه نه جوړېږي او نه به دوئي غدا??ان?? ته ووټ وركوي ٬ دا ه??وا?? دوه قوتونو يو موټې ساتلې دې يو پوځ او بل تحريك انصاف دې٬ د داسې خارجه پالېسۍ په حق كښې يمه كومه چې د پاكستان د اولس په ګټه وي٬ د پوځ د نيوټرل پاتې كېدو بيان هركلې كوم۔ د خالي په ??رځ “ستاسو وزيراعظم تاسو سره” پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې كولو په ??هال وزيراعظم ووئيل دا مهال پاكستان پرېكنده پړاؤ څخه تېرېږي٬ دا د پاكستان د سباؤن جنګ ٬ اولس دوه لارې دي يوه د تباه?? لاره ده او بله د آزمائشونو او عظمت لاره ده٬ مونږ له به هغه لاره خپلول وي په ??ومه د تللو چې نبي علېه السلام امر كړې دې۔ ده ووئيل حكومت د بهرني سازش په بنياد او د دې ځائې د میر جعف??ان?? او مير صادقانو په ??رسته د بدلولو هڅې روانې دي۔ په دې حالاتو كښې به ځوانانو له پرېكړه كول وي چې هغوي د دې سازش په ضد احتجاج وكړي۔ ده ووئيل ځوانان دې سولييز احتجاج وكړي ٬ د ه??وا?? املاكو ته دې زيان نه رسوي۔ ده ووئيل په شهباز شريف د اربونو روپو د كرپشن كولو تورونه دي هغه وزير اعظمۍ لپاره شېرواني جوړه كړی ده۔ لاهور څخه د عائشه خان د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زه به تر آخري بال مقابله كوم٬ زه به د دوئي مقابله كوم۔ زه غواړم اولس سولييز احتجاج وكړي ٬ د خپلو كوچنيانو د سباؤن لپاره بهر راوځۍ۔ ده ووئيل په غېر ملكي سازش كښې د شريك اپوزيشن لارښودو په ضد قانوني كارروائي كولو له وكيلانو سره ما مشاورت كړې دې په دې اړه به د شپې پرېكړه وكړؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پی پی د كال 2008ء نه تر 2013ء دور كښې زمونږ د موجوده دوره نه زياته ګ??ان?? وه٬ نن په ??ړيواله كچه ګ??ان?? ده۔ ده ووئيل مونږ د تېلو قيمت كم كړې ٬ برآمداتو كښې تاريخي اضافه شوې ده٬ ټېكس محصولات زيات شوي دي۔ مونږ د برېښنا بيعه كمه كړه۔ د 250 اربه روپو اضافي ټېكس پېسه مو په اولس مصرف كړه۔ نيويارك څخه د شاهد رضا د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د اوورسیز پاکستانیانو په ??رسته د شوكت خانم خوب ريښتيا شو ٬ دوئي د پاكستان درد لرونكي خلك دي٬ اوورسيز پاكستان ته تكليف كېږي كله چې هغوي كرپټ واكمنو ته ګوري۔ ده ووئيل د ذوالفقار علی بھټو نه علاوه چا هم آزاده خارجه پالېسي نه ده رامخې ته كړې۔ زما هڅې دې ه??وا?? لپاره دي ٬ خپل ذات لپاره نه۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زه د امريكا او هند په ضد نه يم٬ ټولو سره ملګرتيا غواړم خو زما خارجه پالېسي به د اولس د ګټو عكاسي كوؤنكې وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل دا ه??وا?? مضبوط ه??وا?? ته اړتيا لري٬ د نړۍ اسلامي ه??وا??ونو سره چې كوم سلوك شوې او كومه تباهي شوې مونږ خوش قسمته يؤ چې زمونږ پوځ مضبوط دې ٬ نواز شريف او د ده لور دا پوځ په ??ښه كړې٬ زما پوځ سره هېڅ مسئله نشته ٬ د پوځ د غېر جانبدار پاتې كېدو بيان هركلې كوم ٬ پوځ سره هېڅ اختلاف نه لرم بياهم امر بالمعروف لپاره ټول قوم ته وايم چې هغه نېكۍ سره ودرېږي