اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د كومې حلقې څخه چې رانا ثناء الله دوه ځله وزير جوړ شوے په ھغې كښ?? ئې د كال 2018 په الېكشن كښ?? په يو پولنګ سټېشن هم نه دے كامياب شوے، اپوزيشن (ق) ليګ ته د وزارت اعلٰي وړاندېز كړے ؤ خو هغوي ورسره مل نه شول٬ نن بيا يو سرپرائز راتلونكے دے ٬ اپوزيشن ته به د 1000 وولټيج كرنټ ولګي۔ د نهې په ورځ د سپريم كورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو كښ?? وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د عدم اعتماد جمع كېدو نه وړاندې په 7م مارچ په خبرو نه منلو دړكې وركړے شوي، بھګوړا نواز شريف د محب الله پشمول نورو هېواد دښمنو سره ملاقاتونه كوي، اپوزيشن ناكامه شوے ، د دوي لوبه هم ناكامه شوه ، ده ووئېل بهرني طاقتونه پاكس??ان عدم استحكام سره مخ كول غواړي٬ پي ټي آئي تاريخي جلسه كړې وه٬ موټر وے او هائي وېز د پي ټي آئي د كاركنانو نه ډكې وې۔ ده ووئيل مونږ د شوكمارو مقابلې له راغلې يو ٬ د 63 اے كېس په سپريم كورټ كښ?? دے۔ ده ووئيل منحرف غړو راستنېدو لپاره رابطې ګړندۍ كړي٬ د پارلماني غړي يو ووټ د كروړونو ووټرانو امانت دے،د حلقې اولس به منحرف كسان نه پرېږ??ي٬ مونږ وړاندې هم اتحاديان دځان سره روان ساتلي او بيا به ئې هم ساتو ، ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل شهباز شريف يو كس د لاړكانه په سړكونو راښكلٶ٬ يو نواز شريف ته سلام نه كولو او فضل الرحمان اسلامي نړۍ راغونډوله خو هېڅ ونه شول۔ فرخ حبيب ووئيل مونږ له بهرني سازشونه ناكامه كول ??ي٬ زمونږ مذاكرات په آخري پړاٶ كښ?? ??ي٬ د عدم اعتماد د ووټنګ په ورځ به د اپوزيشن د غړو شمېره هم يو سرپرائز وي، معلومه نه ده چې لانګ مارچ شارټ مارچ ولې شو٬ دوي خو د پي ټي آئي د جلسې لاره نيولو له راغلي وو۔ ده ووئيل كله چې په پاكس??ان كښې 400 ډرون بريدونه كېدل نو فضل الرحمان چرته ٶ، نواز او زرداري د ډرون بريدونه اجازه وركړې وه، وزيراعظم عمران خان د زړه نه د اسلامي نړۍ ترجماني كوي٫ په سندھ هاٶس كښ?? چې كوم نيلام ګهر او ??نډ?? لګېدلې ھغه د ټولو په وړاندې ده ، ق ليګ سره د وړاندې نه انتخابي اتحاد لرو ، مونږ د اتحاد نه بهر چا ته د وزارت اعلٰي وړاندېز نه دے كړے