اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) د چين خارجه وزير وانګ یی وئيلي دي چين چمتو دې چې له اسلامي هېوادونو س??ه د يووالي او همکارۍ، په نړيوالو اړيکو کښې څو اړخيزتوب او جمهوريت ته وده وركولو لپاره کار وکړي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48 مې غونډې ته د مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په اولني ځل د چين خارجه وزير د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې ګډون كوي كوم سره چې د چين اسلامي نړۍ سره د مضبوطو تبادلو او مرسته كښې د خوښي لرلو څرګندونه كېږي۔ ده ووئيل مونږ به د شخړيزو مسئلو حل لپاره په اسلامي پوهه عمل كولو له اسلامي هېوادونو س??ه مرسته روانه ساتؤ ٬ مونږ به امن او استحكام په ځائې كولو له څنګ په څنګ ولاړ يؤ۔ ده ووئيل چين د فلسطيني اولس په شا ولاړ دے او د فلسطيني شخړې فوري او دوه رياستي حل ملاتړ كوي۔ ده ووئيل چين د افغان اولس د خوښې احترام ك??ي او د افغانستان د بشپړ حكومت او غوره نظام ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په اړه مونږ د ټولو اسلامي هېوادونو مطالبه اورېدلې ده٬ چين هم دې كښې خوښي لري۔ هغه ووئيل چين د روسيه او يوكرېن جنګ بندۍ او امن لپاره د مذاكراتو روانو س??تلو ملاتړ كړې دې۔ ده ووئيل د كورونا خپرېدو نه سمدستي وروستو اسلامي هېوادونو په سمدستي توګه چين ته د مرستې پېشكش وكرو او چين 50 اسلامي هېوادونو ته د وېكسين 1.3 ??ربه خوراكونه وركړل۔ ده ووئيل تر نن ورځې چين 54 اسلامي هېوادونو س??ه د مرستې په دستاوېزاتو ??اس ليك كړې دې او د 400اربه ډالرو يۍ نزدې 600 لويې منصوبې بشپړ كړې دي۔ ده د ترهګرۍ مخني??ي او تخريب كارۍ په ضد مرستې ته د ودې وركولو ٬ د ترهګرۍ په مخنيوي كښې د دوه مخيزه معياراتو ??ه مسترد كولو او د ترهګرۍ كومې ډلې يا مذهب سره د تړلو په مخالفت هم زور راوړو۔