اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د ماركيټ ارزښتونو له مخې د خصوصي كسانو هنر ته رسنه زياتولو ??پا??ه د غوره نړيوال طريقه كار خپلولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي سركاري او نجي څانګه دې خصوصي كسانو ??پا??ه د ملازمت په 5 فيصده كوټه باندې عمل باوري كړي، خصوصي كسانو ته روزګار وركولو سره به مالي شموليت زيات شي او دوي به په قومي چوكاټ كښې شامل كړے شي. صدر مملكت دا خبرې د شورو په ورځ پ?? ايوان صدر كښې د خصوصي كسانو د وظيفائي تربيې په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د نيوټېك چيئرمېن سيد جاوېد حسن او نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون كولو. د خصوصي كسانو په مالي توګه بااختياره كولو زور راوړلو سره صدر ووئيل سركاري محكمو، نجي څانګې او غېر سركاري تنظيمونو ته د دې خصوصي كسانو مهارتونه زياتولو ??پا??ه په ګډه د كار كولو ضرورت دے. ده نيوټېك ته ووئيل چې هغه د هنر ودې ??پا??ه د خپلو پروګرامو په اړه خبرتيا راپېدا كړي. صدر مملكت په تربيتي ادارو زور راوړو چې هغوي د ماركيټ ضروريات ټاكنې ??پا??ه ښه شهرت لرونكو قومي او نړيوالو ادارو سره روابط جوړكړي. په دې موقع د نيوټېك چيئرمېن سيد جاوېد حسن غونډه د خپلې ادارې لخوا صدر د خصوصي كسانو د مهارتونو ودې ??پا??ه د اقدام??ت څخه خبره كړو. صدر د ځوانانو او د خصوصي كسانو د هنرمندې ودې ??پا??ه د نيوټېك هڅې وستائيلې او په دې لړ كښې ئې د خپلې مرستې باور وركړو