اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د چين دوره ډېره اهميت لري٬ كومه چې د پاك چين د لازواله دوستۍ ښكاره ثبوت دے، زمونږ مشن د سي پېك د لارې سرمايه كارۍ ته لا وده وركول او په خاص توګه د چين د سرمايه كارو سره معاونت كول دي۔ د چين خپ??ې دورې پحقله وېډيو پې??ام كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د چين پاکستان كښې سرمايه كارۍ لپاره جامع دستاويزات جوړ كړے شوي٬ د چين س??مايه كار به په پاکستان كښې سرمايه كارۍ لپاره قائل كوٶ۔ ده و??ئيل د وزيراعظم عمران خان د چين دوره ډېره د اهميت وړ ده٬ په مهمو چارو به بحث كولې شي او پاكستان به چين ته نورې سرمايه كارۍ لپاره وائي۔ ده و??ئيل پاکستان كښې د سرمايه کارۍ موقعو پحقله په جوړ كړے شوي پچ بك كښې سېکټر وائز تفصيلات شامل كړے شوے ٬ کتاب كښې په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ وړ څانګو او د حكومت لخوا دې څانګو ته وركړې كې??ونكي تفصيلات موجود دي۔ ده و??ئيل د پاكستان پلاوي غړي به د چين دورې په موقع دا كتاب د چين س??مايه كارو او كاروباري شخصيات ته وړاندې كوي٬ د دې كتاب مقصد په هېواد كښې د سرمايه کارۍ موقعو ته وده وركول دي۔ ده و??ئيل دا كتاب ډېر په محنت جوړ كړے شوے او زه سي پېك افيئرز لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال خالد منصور ته پې??زوئنې وړاندې كوم چې د كتاب په تيارۍ كښې ئې ډېره خواري كړې او ټول هدفونه ئې پكښې شامل كړي چې ورسره غېر ملكي سرمايه كارۍ هېواد ته راوړلے شي