اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قر??شي سره په پاکستان كښې تعينات د برتانيې هائي کمشنر ډاکټر کرسچن ټرنر د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او برتانيې ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو ، ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان برتانيې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو مستحکمولو كښې په برتانيه كښې مېشته د 16 لکه پاکستانيانو ??ردا?? خاص اهميت لري۔ شاه محمود قر??شي ووئيل پاکستان د برتانيې سره تجارتي او اقتصادي م??ستې زياتولو لپاره د اسټريټيجکي شراکت دارۍ خواهش لري۔ د برتانيې هائي کمشنر ډاکټر کرسچن ټرنر د پاکستان او برتانيې ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو له د خپل اړخه د مرستې باور وركړو