اسلام آباد 26 دسمبر(اے پي پي) پاكستان په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هندي قابض ځ??اكونو دلاسه ?? نورو 6 كشميريانو د ماورائے عدال?? قتل سخته غندنه كړې. د خارجه دفتر وياند د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل چې پاكستان په مقبوضه جمو و كشمير كښې د قابض هندي ځواكونو دلاسه د تېرو درې ورځو په مهال په جعلي مقابلو او تش ?? نوم محاصره او لټون كښې ?? نورو شپږو ??شميري ځوانانو د ماورائے عدال?? قتل سخته غندنه كوي. وياند ووئيل چې د اتوار په ورځ هندي قابض ځ??اكونو يو بل 19 كلن زده كوونكې د مقبوضه كشمير په اسلام آباد سيمه كښې شهيد كړے دے كوم چې بې ګناه و. د دسمبر په مياشت كښې هندي ځواكونو تر اوسه 18 كشميريان شهيدان كړي دي. وياند نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې هغه دې په مقبوضه جمو و كشمير كښې هند د بشري حقونو او نړيوالو قوانينو څخه په منظم سرغړونو هند ځواب وركوونكې وګرځوي.