اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د كركيلې څانګه كښ?? په غوره تكينك خپلولو د فصلونو د اېكړ په سر پېداوار زياتولو ته پام ګرځولے، د تخمونو او سرې په كارولو د ښه معياري پېداوار لپ??ره تحقيق او ترقۍ له سرمايه كاري كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې په هېواد كښ?? د خريف فصلونو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښ?? د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام، د خزانې سلاحكار شوکت فياض ترين، د تج??رت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د صنعت وزير مخدوم خسرو بختيار او نور لوړ پورو ګډون كولو٬ د پنجاب ٬ سندھ٬ خېبرپښتونخوا د بلوچستان صوبائي وزيرانو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښ?? ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د خريف په فصلونو كښ?? پومبه، وريژې، جوار او ګنے په هېواد كښ?? كرلے كېدونكو لويو فصلونو كښ?? شامل دي ، د حکومت د زراعت دوسته پاليسو له امله ??ه دې ټولو فصلونو كښ?? د اېكړ په سر پېداوار زياتېدل تر نظره كېږي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د ښو معياري تخمونو ٬ د چينجو داروګانو ٬ د موثره تحقيق سره سره د ټېكنالوجۍ په منتقلۍ كښ?? زياته سرمايه كاري كولو سره په هېواد كښ?? زرعي څانګه لا ښه كېدې شي۔ دغسې وزيراعظم عمران خان اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې په هېواد كښ?? غذائي تحفط باوري كولو لپ??ره د ټولو فصلونو پېداوار ښه كولو له ??ر ډول ممكنه اقدامات وكړئ۔