اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې كله چې د قانون حكمراني نه وي نو په ټاكنو كښې طاقتور، وارلارډ﴿جنګ سالاران﴾ او جرائم كوونكي خلق وړاندې راځي، د پرمختګ كوونكو هېوادونو وروست?? پاتې كېدو وجه كرپشن ا?? د ??شرافيه بدعنواني ده، د ترهګرې په ضد جنګ كښ?? پاكستان ته تر ټولو زيات زيان رسېدلے، د ناكامې ملبه هم په مونږ اچول شوې، كه اوس هم په افغانستان كښې اوږده كورنۍ جګړه شو وه ن?? د ??ې ټول تورونه به په پاكستان لګول كېدل، هند چې په كشمير كښې څه كوي، لوېديځ پرې تنقي?? نه كوي، كه كوم بل هېواد داسې كول نو په دې به ډېر شور كولو، ??مو??ږ په هېواد كښې اردو مېډيم، انګلش مېډيم ا?? د ??يني مدرس?? د ??عليم درې قسمه نظام چلېږي، غېر مساوي پرمختګ د انتشار سبب جوړېږي، مونږ ته به د تهنك ټېنكس د لارې خپل صحيح او حقيقي نظر په نړۍ واضحه كول وي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ تر سيوري لاندې د مارګله ډائيلاګ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل چې د قومونو ترمېنځه فرق د قانون د حكمرانۍ دے، په غريب هېوادونو كښې د وسيلو كمې د غربت سبب نه دے بلكې د قانون حكمرانۍ د لارې په ټولنه كښې مېرټ او تهذيب وده كوي. ده ووئيل چې جمهوريت هغه مستحكم كېږي چرته چې د قانون حكمراني وي. ده ووئيل چې كله د قانون حكمراني نه وي نو په ټاكنو كښې طاقتور، وارلارډ﴿جنګ سالاران﴾ او جرائم كوونكي خلق وړاندې راځي، د پرمختګ كوونكو هېوادونو وروست?? پاتې كېدو وجه كرپشن ا?? د ??شرافيه بدعنواني ده. ??مو??ږ په هېواد كښې د تحقيق په څانګه كښې ډېر كم كار شوے. وزيراعظم ووئيل چ?? پاكستان په افغان جنګ كښې د امريكې اتحادي جوړ شو خو د ناكامې ټوله ملبه په پاكستان واچول شوه. د ترهګرې په ضد جنګ كښ?? پاكستان د 80 زره خلقو قرباني وركړه، د امريكې كوم بل اتحادي ته دومره زيان نه دې رسېدلے. د 30 نه تر 40 لكه خلق بې كوره شول او ??مو??ږ معيشت ته د 100 اربه ډالرو نه زيات زيان ورسېدو. د تېرو 10 ، 12 كلونو په مهال د كوم لوېديځ هېواد ورځپاڼ?? پاكستان ته د دې كرېډټ نه دے وركړے، د دې په ضد په پاكستان د ډبل ګېم تور لګول شوے، غلطۍ دوي په خپله كولې او تور په پاكستان لګول كېدو. وزيراعظم ووئيل چې مونږ لپاره ډېره د پرېشانې خبره وه ، مونږ د دوي ملګرتيا كوله، دوي مونږ خپل اتحاديان هم ګرځولو او په مونږ ئې بمباري هم كوله، ??مو??ږ خلق هم مړه كېدل او تور هم په مونږ لګول كېدو او ورسره ورسره به د مرستې كولو خبرې هم كېدې. وزيراعظم ووئيل چې په هغه وخت كښې ??مو??ږ هېواد په دوه طبقو كښې تقسيم و، يوه طبقه د امريكې مخالف وه او دوهمه د امريكې په ملاتړ كښې مخكښې راغله او مونږ نړۍ ته د خپل نظر په وړاندې كولو كښ?? پاتې راغلو. وزيراعظم ووئيل چې په اسلامي نړۍ كښې كوم داسې تهنك ټېنكس موجو?? نه وو چې ځواب ئې وركړے و چې د اسلام او ترهګرۍ په خپلو كښې هېڅ تعلق نشته. په ټوله نړۍ كښې د اسلاموفوبيا ذمه وار مونږ نه يو، كوم يو مذهب هم د ترهګرې اجازه نه وركوي. د مذهب ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نه وي. وزيراعظم ووئيل چې تحقيق ته د وده وركولو ضرورت دے. وزيراعظم ووئيل چې مونږ ته به د تهنك ټېنكس د لارې خپل صحيح او حقيقي نظر په نړۍ واضحه كول وي.