پېنډې 11 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ مش?? جنرل قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي او ?? افغان اولس معاشي پرمختګ لپاره د مربوطو هڅو فوري ضرورت دے. د ډي جي آئي اېس پي آر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې خبرپاڼې له مخې سرلښكر دا خبرې د امريكائي سېنېټ د آرمډ سروسز او اېنټيليجنس كمېټو غړو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې كړې دي كومو چې د سېنېټر اېنګس كنګ په مشرې كښې د زمكي پوځ مش?? جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات وكړو. په پلاوي كښې سېنېټر رچرډ بر، سېنېټر جان كارن او سېنېټر بېن ساس هم شامل وو. په پاكستان كښې د امريكې ناظم الامور انجيلا ايګلر هم پلاوي سره وه. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، ?? افغانستان د امنيت په اوسني صو??تحال او په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته خبرې وشوې. د بري پوځ مش?? جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې پاكستان ټولو سيمه ايزو طاقتونو سره مقصدي دوه اړخيزه روابط په ځائ ساتل او سوله ايزې، متنوع او پائيدار اړيكې غواړي. سرلښكر د انساني بحران څخه بچ كېدو او ?? افغان اولس معاشي پرمختګ لپاره د مربوط هڅو د فوري ضرورت څرګندونه وكړه. جنرل قمر جاوېد باجوه راتلونكي چېلنجونه په نظر كښې ساتلو سره د جيو پوليټيكل او امنيت صو??تحال په اړه شريك افهام او تفهيم لپاره د سېنېټرانو په هڅو مننه وكړه. درنو مېلمنو په افغان صو??تحال كښې د پاكستان كردار، د پولې انتظام لپاره خاص هڅې او سيمه ايز استحكام كښې كردار وستائيلو او پاكستان سره ئې په هره كچه سفارتي مرسته زياتولو لپاره د خپل كردار ترسره كولو لوظ وكړو.