اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي اروپائي ائتلاف او نړۍ له به د افغانستان استحکام لپاره خپل كردار لوبول وي٬ د افغانستان اوسنۍ و??عه د كومې الميې نه كمه نه ده، د افغانستان په اړه د اكانومسټ اوسنے رپورټ د پرېشانۍ وړ دے،افغانستا?? كښې 23 م??ليونه خلق د خوراك كمي سره مخ دي٬ كوچنيان د لوږې نه مر??، مونږ نړۍ د افغانستان پحقله د خپل تشويش نه خبر كړې ، بايد د افغانانو مرستې لپاره ګرده نړۍ راوړاندې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ پاكستا?? كښې د بلغاريه سفيرې ارينا ګانچيوا سره په ملاقات كښې كړي ۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان په افغانستا?? كښې امن او استحكام غواړي٬ كه په افغانستا?? كښې استحكام نه وي نو د ترهګرو نړيوال تنظيمونه هلته خپل مركزونه جوړولې شي۔ ده ووئيل پاکستان نړۍ ته د افغانانو د مرستې غږ كړے٬ بلغاريه د افغانستان په وضعه كښې مهم كردار لوبولے شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ به تر ھغې د طالبانو حكومت نه تسليموٶ تر كومې چې د منطقې نورو هېوادونو نه وي تسليم كړے٬ بلغاريه سره د پاکستان د اړيكو ذكر كولو كښې وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځهد څو لسيزو راهسې سفارتي او د ورورولۍ اړيكې قائم دي كومو ته چې مونږ په درنه سترګه ګورو۔ په دې موقع د بلغاريه سفيرې افغانستانڅخه د غېر ملكيانو او سفارتي عملې د انخلاء پحقله د پاکستان د ستړو ستائنه وكړه۔ دې ووئيل د پاكستان په افغان امن عمل كښې كردار د ستائنې وړ دے، بلغاريه به په افغانستا?? كښې د امن په هلو ځلو كښې خپل كردار لوبوي