اسلام آباد 04نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې پاكستان يو جمهوري هېواد دے او د پاكستان آئين د ټولو وګړو بنيادي حقونو تحفظ ضمانت وركوي٬په پاكستان كښې اقليتونو ته برابر حقوق ترلاسه دي او اقليتونه په پاكستان كښې خپل ځان محفوظ ګڼي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د سوئېلي آسيا اړيكو لپاره د اروپائي ائتلاف پلاوي سره په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف ا?? د ??ې غړو هېوادونو سره د خپلې ملګرتيا اړيكې مهمې ګڼي٬د پاكستان او اروپائي ائتل??ف ترمينځه په بېلو څانګو كښې پېشرفت د ستائنې وړ دے۔د?? ووئيل چې په پاكستان كښې مېډيا ته آزادي ترلاسه ده خ?? د ??ايو څرګندونې آزادۍ په نامه د مقدس هستيو په شان كښې ګستاخي يو ناوړه فعل دے كوم چې په هېڅ صورت كښې نه شي زغملے۔د?? ووئيل چې په لويديز كښې د اسلام فوبيا زيات شوي رجحانات د تشويش وړ دي د كوم چې مخ نيوې ضرورې دې۔د سوئېلي آسيا اړيكو لپاره د اروپائي ائتلاف پلاوي مشر ووئيل چې اروپائي ائتلاف پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په من??قه كښې د امن لپاره د پاكستان كردار د ستائنې وړ دې۔د?? ووئيل چې پارليماني رابطې د پاكستان او اروپائي ائتل??ف ترمينځه په اړيكو لا مستحكم كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي