اسلام آباد 12اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمرا خان د سندھ ګورنر ته سپارښتنه كړې چې د ربيع الاول وړومبۍ عشره كښې د نبي آخرالزمان حضرت محمد (ص)سيرت طيبه او تعليمات په ټوله صوبه كښې رامخې ته كولو لپاره دستورې راجوړې كړي۔وزيراعظم سره د سندھ ګورنر عمرا?? خان اسماعيل د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔په دې موقع 12م ربيع الاول په زړه پوري ډول لمانځلو لپاره په بېلا بېلو اقداماتو تفصيلي خبرې وشوې۔د سندھ ګورنر وزيراعظم ته ووئيل د 12م ربيع الاول په مناسبت يو عظيم الشان كنفرنس كولې شي چ?? پكښې به نامتو سكلرانو٬ علماﺀ او مشائخو ته بلنه وركولې شي۔د سندھ ګورنر وزيراعظم ته په كنفرنس كښې د ??ډو?? او وېنا كولو خواست وكړو كوم چې وزيراعظم منظور كړو۔وزيراعظم به د وېډيو لنك د لارې په كنفرنس كښې ??ډو?? كوي۔د كنفرنس د نېټې اعلان به زر وكړے شي