اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلې دي حکومت په ضروري څيزونو د سبسډی د لاري غريبانو له ریلیف وركوي، قومی احتساب بیورو(نیب) په غوره ډول كار كوي، مونږ به دا ځل د افغانانو لپاره كوم مهاجر کیمپ نه جوړوو، مونږ په افغانستان كښې د امن نه پس ټول افغان كډوال بيرته خپل هېو??د ته ليږل غواړو، هند كښې اقلیتونو او په خاص توګه مسلمانان د سخت صورتحال سره مخ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ??ه د جمعې په ورځ نجي ټي چینل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل نیب په كوټلي ډول خپل كار روان ساتلے ، نیب د هغه وګړو په ضد کارروائي كوي كوم چې کرپشن او مني لانډرنګ كښې ككړ دي۔ده ووئيل نواز شریف د قام سره دروغ كړي ، هغه درملني لپاره بهر هېو??د ته تللے او بيا هېو??د ته نه دے راستون شوے۔ده ووئيل مو??ږ ټاكنو كښې سپيځلتيا غواړو، الیکټرانك ووټن?? مشین نظام معارفي كول هم د انتخابی عمل سپيځلتيا يواځنۍ لاره ده خو اپوزیشن د الیکټرانک ووټن?? مشین كتلو نه غير په هغې د تحفظات څرګندونه كړي او اي وي اېم ئې مسترد کړے