اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) په پاكستان كښې د المان سفير برنارډ وئيلي دي چې ??ه افغانستان كښې استحكام، امن او پرمختګ لپاره د دوحه د سولې عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان مثبت كردار د ستائنې وړ دے كوم چې د امريكې پشمول نړيوالې ټولنې تسليم كړے دے، په افغانستان كښې يو جامع حكومت امن او استحكام لپاره ډېر ضروري دے. د خبر پانې له مخې د المان سفير وئيلي دي چې امريكې او نړيوالې ټولنې د پاكستان كردار تسليم كړے دے او المان هم د دې مثبت كردار اعتراف كوي. ده د دې باور څرګندونه وكړه چې ??اكستان به په سباٶن كښې هم په افغانستان كښې د روغې جوړې كردار روان ساتي. ده ووئيل چې ??اكستان هڅې كوي چې طالبان په افغانستان كښې يو اتحاد?? حكومت جوړ كړي. ده ووئيل چې ??اكستان ته په منطقه كښې خپل اهميت او كردار ښه معلوم دے. د المان سفير ووئيل چې ??ه كابل كښې ټول شموله حكومت په دې هېواد كښې امن او استحكام لپاره ډېر ضروري دے. ده ووئيل چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په افغانستان كښې امن او استحكام د ټولې منطقې په ګټه ګڼي. د المان د خارجه وزير هائيكو ماس لخوا د پاكستان اوسنې دورې په اړه ده ووئيل چې د هغ?? دوره پاكستان سره د شريكو اړيكو او په منطقه كښې د افغانستان پشمول د روان صورتحال په لړ كښې وه. ده ووئيل چې د نړيوالې ټولنې د يو ذمه وار په حېث المان په افغانستان كښې خپل كردار ترسره كولو ته تيار دے. ده ووئيل چې دا خبره ډېره مهمه ده چې طالبانو خپله پخوانې رويه ترك كولو لپاره اماده او چمتو دي. ده ووئيل چې ??ونږ افغانستان سره كار كولو ته چمتو يو خو د تسليم كولو پوښتنه لا اوس د اېجنډې برخه نه ده.ده ووئيل چې تسليم كولو لپاره به مونږ د طالبانو په اقداماتو نظر ساتو. د طالبانو په اړه د ځينې لوېديځو هېوادونو د اندېښنو په اړه د المان سفير ووئيل چې ??ه افغانستان كښې مېرمنو او اقليتونو سره سره سلوك او د ټول شموله حكومت جوړولو په شان مهمو معاملو ته د ټولې نړۍ نظر دے. ده ووئيل چې ??ونږ نور پنځوس كروړه يورو په دې كښې په شاملولو غور كوو. په المان كښې د استوګنې خواهش لرونكو افغانانو په اړه ده ووئيل چې ??ونږ ته تر ټولو وړاندې د هغ?? افغانانو خيال ساتل دي كومو چې د المان ګ??و لپاره كار كړے او اوس هغ?? خطر سره مخ دي. ده ووئيل چې د دې نه علاوه د خبريالانو او بشري حقونو كاركوونكو پشان ډېر غېر محفوظ افغانان المان ته راوست?? شوي دي. په دې لړ كښې پاكستان?? حكومت ډېره مرسته كړې او مونږ د دې مرستې ستائنه كوو. ده ووئيل چې د المان او پاكستان ترمېنځه اويا كله وړاندې اړيكې جوړې شوې دي او دا د دوستې اړيكې دي.