اسلام آباد۔9ستمبر (اے پی پی) پاكستان مقبو??ه كشمير كښی په لويه كچه د جنګي جرمونو ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو ٬ جعلي مقابلو ?? جعلي فلېګ آپرېشنز او د مېرمنو بې حرمتۍ په اړه بشپړ ډوزيئر جاري كړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ د بشري حقونو وفاقي وزير شريں مزاري او د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف سر?? په ګډه خبري كنفرنس كښې په 131 پاڼو د مشتمل ډوزيئر تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل مونږ به د دې ډوزيئر د لارې بشپړه معلومات او اصل حقائق ګردې نړۍ ته ورسوؤ۔ مونږ د نړۍ تر ټولو د لوئې جمهوريت ادعا كوؤنكي هندي سركار اصلي څيره رامخې ته كولو ??رېكړه كړې ده۔ هغه ووئيل نن د هندي پوځي محاصرې 769 ورځې شوې دي۔ كله چې سيد علي ګېلاني د ستمبر په اولنۍ نېټ?? په حق ورسېد نو د هغه د كور محاصره وكړې شوه۔ هغه د شپی په تياره كښې د هغه د وصيت برعكس دفن كړے شو۔ د تدفين حق نه هم محروم وساتلے شو۔ د هغه كورنۍ او خپلوانو ته جنازه كښې د ګډون اجازه ورنكړې شوه۔ نړيواله ميډيا مقبو??ه كشمير ته پرېښودلې ??ه شي۔ انسانيت دا ډول له مينځه وړول نامناسب دي ځكه نن مونږ د دې ډوزيئر رامخې ته كولو ??رېكړه كړې ده۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل په 131 پاڼو د مشتمل دې ډوزیر درې بابونه دي۔ په اولني باب كښې جنګي جرمونه ٬ دويم كښې فالس فلېګ عمليات او درېم كښې د سلامتي كونسل د قراردادونو او د هند لخوا د مقبو??ه كشمير د جغرافيائي حېيثت بدلولو ??څو ذكر دے۔ هغه ووئيل دې كښې 113 حوالې ??وجود دي په كومو كښې چې 26 نړيوالې ??يډيا او 41 حوالې د هند تھنك ټېنكس څخه اخستې شوي دي ٬ دې كښې د پاكستان يوازې 14 حوالې دي۔ دا يو د باور وړ دستاوېز جوړ كړے شوے دے۔ 3232 کېسونه د جنګي جرمونو په اړه دي۔ 1128 هغه وګړي په ګوته كړې شوي دي چې په كښې هندي مېجرجنرل، برېګېډیئر او نور مشرانو افسرانو ذكر شوي دي كوم چې د بشري حقونو له مينځه وړولو ??ښې نېغ په نېغه ككړ پاتے شوي دي۔ هغه ووئيل دې ډوزیئر كښې د مېرمنو د بې حرمتۍ ذكر هم موجود دے۔ د يو لاك نه زياتو د داسې املاك ذكر په كښې هم شوے كوم چې سوزولې شوي دي۔ دې سره سره د پاكستان بدنامولو ??ه د فېك آپرېشنز ذكر هم دې دستاوېز كښې شوے دے۔ په دې كښې د كشميري اولس د سولييزو هڅو ترهګرۍ سره د تړلو ??څو هم ذكر شوے دے ۔ په دې موقعه خارجه وزارت كښې خبريالانو ته د هند سركار لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو وېډيو وښودلې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل اروپائي هېوادونه د بشري حقونو د علمبردار كېدو دعوی كوي خو مقبو??ه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو او په كشميري اولس روانو ظلمونو خاموشه دي۔ هغه ووئيل د بشري حقونو تحفظ د نړيوالو ادارو ذمه واري ده۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې مقبو??ه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو په ضد د روانو سنګينو خلاف ورزيو او جنګي جرمونو نوټس واخلي او د دې تحقيقات دې وكړي۔ شاه محمود قرېشي په هند زور راوړلو سره ووئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او مقبو??ه كشمير ته رسائي ترلاسه كولو ??ه دې نړيوالې ??يډيا او د بشري حقونو تنظيمونو ته اجازه وركړې شي۔ د كشمير شخړې حوالې سره د پاكستان د هڅو ذكر كولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د 5 اګست 2019 نه وروسته د كشمير مسئل?? په نړيواله كچ?? په فعاله ډول رامخې ته كړې شوه٬ د ملګرو ملتنو عمومي سېكتر او د امنيتي كونسل صدر د پاكستان خپلو دورو په مهال خپلو بيانونو كښې د كشمير حوالې سره د ملګرو ملتونو دريځ څو څو وارې ذكر كړو۔ د هیومن رائټس کونسل پرله پسې دوه رپورټس رامخې ته كول هم زيات مهم دي۔ دې سره سره د هاؤس آف کامنز په شمول په نړيوالو ??ارليمانونو كښې مقبو??ه كشمير كښې د بشري حقونو په روانو خلاف ورزيو خبرې شوې دي۔ د 5 اګست 2019 نه وروسته نړيوالې ??يډيا مقبو??ه كشمير كښې روانو د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو پلو د نړۍ پام راوګرځولو۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل سوشل ميډيا هم په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل مونږ د پارليماني ډپلومېسي كارولو اراده وكړه ولې د كورونا بندېزونو دلاسه مو دا عملې ??ه كړې شوه۔ خارجه وزير ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ مونږ به دا ډوزیر ټولو ??شنز او هر فورم ته لېږو او بشپړه او اصل حقائق به ټولې ??ړۍ ته رسوؤ۔ د بشري چارو وفاقي وزيرې شيريں مزاري ووئيل هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د نړيوالو ??وانينو خلاف ورزۍ كوي خو د دې غندنه كولې ??ه شي۔ اروپائي هېوادون?? په دوه مخيزه معيار عمل كوي۔ مقبو??ه كشمير كښې د هند د 5 اګست اقداماتو په اړه د اروپائي ائتلاف لخوا كوم بيان نه دے رامخے ته شوې۔ مونږ به د انصاف نړيوال عدالت څخه د جنګي جرمونو په اړه رائې اخستلو سر?? په نړيواله كچه د هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ به نورې هم پورته كړؤ۔ شیریں مزاری ووئيل د هند لخوا رېپ د جنګي وسلې ??ه توګه وكارولې شو۔ پېلټ ګنز د ځناورو ښكار لپاره كارولې شي ولې ??غ?? په هندوستان كښې د كوچنيانو په ضد كارولې شي۔ د قومي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف ووئيل نن صورتحال بدل شوے دے۔ نن څوك هم د هندوستان په جرمونو پرده اچونكې نشته۔ هغه ووئيل د هند پالېسۍ نه يوازې سيمې بلكې نړۍ لپاره د خطرې سبب ګرځېدې شي۔ د ای یو ډس انفولېب رپورټ رامخې ته كېدل ددې تبديلۍ عكاسي كوي۔ معید یوسف ووئيل مونږ چې تېر كال نومبر كښې كوم ډوزیئر وړاندې كړو په هغې كښې وركړې شوي معلومات او د هندي پراپېګنډې دستاوېزي ثبوتونه چا هم چېلنج نه كړل۔ هغه ووئيل دا ډوزیئر ارواښاد سید علی ګیلانی ته د عقيدت په توګه وړاندے كولے شي ولې چې د هغه ټول عمر هم په هڅو كښې تېر شو