اسلام آباد03 ستمبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي پاكستان د افغانستان پ?? حقله عمر له ذمه وار كردار ترسره كړے ۔تېر وخت كښې هند د افغانستان خاور?? د ??اكستان په ضد كارولې٬نن په افغانستان كښې د پاكستان سفارت پرانستے دے او په وتلو كښې د وګړو مرسته كوي٬كه د شپی د افغانستان څخه څوك تښتېدلي دي نو هغ?? د ??ودي ډله ده٬مودي په اربونو روپۍ په افغانستان كښې خرڅ كړي٬د افغان كډوالو كوربتوب٬ د 80 زره پاكستانيانو ځاني قربانۍ او د 150 اربه ډالره معاشي زيان پورته كولو سره پاكستان د افغانستان څخه د انخلاﺀ پشمول په هر پړاؤ مثبت كردار ترسره كړے ٬مونږ د امن شراكتدار يو٬د امن ناكه افغانستا?? لپاره هر ډول هڅې كوو٬ده د جمعې په ورځ پاك افغان يوته فورم د سيوري لاندې”په ګډه د افغانستان ترغونې”په سرخط دستورې ته وېنا كوله۔وفاقي ??ار??يماني سېكرټري وجيه مسعود اعزازي مېلمانه وه۔ د پاك افغان فورم ډائرېكټر جنرل سليمان جاوېد ګډون كوونكې د فورم د هلو ځلو څخه خبر كړل ۔8 كسيزه افغان پلاوي كښې د كابل پخوانے ګورنر احمد الله عليزئي٬د افغان قامي مفاهمتي كونسل مشر پائينده حكمت٬د ټرانسپورټ پخوانے وزير حسېن مباركي عزيزي٬د اېچ سي اېن آر ډپټي چيئرمېن مولوي عطاﺀالرحمان٬د ننګرهار ډپټي هيډ ميونسپل عبيدالله آغا٬د افغانستان د بشري حقونو كمېشن مشر هدايت جان تهاني٬د نورستان ولايت پخوانے والي جمالدين بابر او خبريالا فاطمه سعادت شامل وو۔دستورې ته په خپله وېنا كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل پاكستان يوازنے هېواد دے كوم چې د 2001 راهسې د 20 لكه څخه د زياتو افغانانو كوربتوب كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مالي ځاني زيان پورته كړے۔افغانستان كښې كه حالات خرابېږي نو پاكستان ته به هم زيان رسي۔ده ووئيل د افغانستان نه د امريكائي او اتحادي عسكرو د وتلو نه پس د افغانستان څخه د غېر ملكيانو انخلا ل??ار?? پاكستان په زړه پورې كردار ترسره كړے او ټوله نړۍ د دې اعتراف كوي۔ده ووئيل دا يوازې پاكستا?? لپاره ن?? د ??ولې نړۍ ل??ار?? چېلنج دے چې يو هېواد 20 كاله افغانستان كښې پاتې شو او د وتلو په موقع يې انساني بحران پرېښودو۔