سلام آباد 25 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي د څلورو هېوادونو دورې د وړومبي پړاؤ بشپړولو نه پس د شورو په ورځ تاجکستان څخه ازبکستان ته تللے ۔ د دوشنبے په هوائي ميدان د تاجکستان نائب خارجه وزير فرهاد سلیم او تاجکستان كښې د پاکستان سفیر عمران حیدر خارجه وزير ته په مخه ښ?? اووې ۔خارجه وزير په تاجکستان كښې د تاجك خپل همڅنګ او د تاجکستان صدر امام علی رحمان سره م??اقاتونه كړي۔په دې ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو ،بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستي ته په ودهاو دو افغانستان په م??جودہ صورتحال تفصیلی خبري شوي۔دې څخه وړاندې د تاجکست??ن خارجه وزير سراج الدین مهرالدین د شورو په ورځ دو شنبے كښې خپل پاکستانی همڅنګ مخدوم شاہ محمود قریشی او د هغه پلاوي په اعزاز كښې ميلمستياﺀ كړې وه۔د تاجکست??ن خارجه وزير د شاه محمود قريشي هركلے كړے۔ د وزیراعظم د افغانستان لپاره خاص نمائنده محمد صادق ، تاجکستان كښې د پاکستان سفیر عمران حیدر او د سفارتخانې سینئر افسران په م??لمستيا كښي شامل وو۔ په دې م??ال خارجه وزير په تود هركلي كولو او په ښ?? ميلمستيا كولو د تاجكست??ن خپل همڅنګ مننه كړې ۔