اسلام آباد20اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر ع??رف علوي د قدرتي آفاتونو ځپليو فعاله مرستې او د رنځونو مخنيوي لپ??ره د كوټلې نېټ ورك چمتو كولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي چې په ابتدائي توګه په وخت طبې مرسته 59 فيصده ??نساني ځانونه بچ كولو كښې مرسته كولې شي٬ ښونځايونو او كالجونو كښې زده كوٶنكو ته په دې لړ كښې مناسبه تربيه وركولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت دا خبرې د جمعې په ورځ د انجمن هلال احمر پاکستان د مېنجنګ باډۍ غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غو??ډه كښې د مينجنګ باډۍ د غړو پشمول د هلال احمر پاکستان چيئرمېن ابرارالحق ، آصف باجوه ، ډاکټر ارشاد محمد او ډاکټر مودات حسين رانا نه علاوه نورو اعلی چارواكو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع د حلال احمر پاكستان چيئرمېن غونډې ته د پېښو او قدرتي آفتونو په مهال د انسانيت په خدمت كښې د ادارې په كردار بريفنګ وركړٶ۔په غو??ډه كښې د قدرتي افتونو ځپليو ته په وخت د مرستې وركولو په لړ كښې تنظيم قوي كولو لپ??ره بېلا ??ېل تجويزونه وړاندې كړې شول۔ په دې موقع صدر مملکت د هلال احمر ، نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ، د صحت څانګې او د نورو سركاري ادارو ترمېنځه د روابطو جوړولو په ضرورت زور رواړو دغسې چې د ناڅاپي آفتونو په صورت كښې په وخت او موثره اقدامات وكړې شي۔ صدر په هلال احمر زور رواړو چې حاجت مندو لپ??ره وينه باوري كولو لپ??ره دې د عطيه كمپائن مشري وكړي۔ صدر مملکت په هېواد كښې د ځوانانو پرمختګ لپ??ره د انجمن هلال احمر پاکستان او د وزيراعظم کامياب جوان پروګرام ترمېنځه د مرستې په حاجت هم زور رواړو