لاهور 23 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن نوموړي خبريال عارف ??ظامي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل عارف ??ظامي چې صحافت كښې كوم مشال بل كړے ٶ ھغې ??ه عمر له ځلانده وي، د ارواښاد په دې څانګه كښې بلها خدمات دي٬ د عارف ??ظامي مرګ صحافت لپاره لوے زيان دے، په اسلام آباد كښې د نور مقدم او عثمان مرزا په کېس كښې زمونږ پوليس په موثره ډول كار كوي، پاکستان كښې قانون طاقتور دے، د آئين او قانون له مخې پرېكړې كېدونكې دي٬ چا ته مراعات نه دي ترلاسه كېدونكې، انصاف به كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ارواښاد عارف ??ظامي كورنۍ سره د غمرازۍ نه پس ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل ارواښاد د سي پي اېن اي صدر ٶ، د عارف ??ظامي مرګ صحافت لپاره لوے زيان دے٬ د صحافت څانګې لپاره د ارواښاد خدمات به تر ډېر مودې ياد ساتلې شي، پاکستان كښې د صحافت وده روانه ده۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د صدر مملکت او وزيراعظم د غمرازۍ خپل خپل پېغامونه لېږلې دي٬ ټول قام د عارف ??ظامي په مړينه غمژن دے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د حکومت خبريالانو او ميډيا سره کمټمنټ دے، مونږ د ھغې په ترسره كولو باور لرو۔ په اسلام آباد كښې د نور مقدم او عثمان مرزا د کېس ذکر كولو سره د اطلاعاتو وزير ووئيل زمونږ پوليس په موثره ډول كار كوي۔ ده ووئيل جرائم په هره معاشره كښې وي٬ څومره چې جرائم شوې دي د ھغې په موثره توګه مخنيوي شوې ۔ ده ووئيل اولس ته انصاف ترلاسه شوې دې٬ په دې دواړو مقدمو كښې به هم انصاف ترلاسه كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې قانون طاقتور دے، د آئين او قانون له مخې پرېكړې كېدونكې دي٬ چا ته مراعات نه دي ترلاسه كېدونكې، انصاف به كېږي۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د ارواښاد عارف ??ظامي په استوګنه كښې د ھغه كورنۍ سره غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل ارواښاد عارف ??ظامي د پاکستان د صحافت يو لازمي برخه ؤ٬ د دوي په مړينه د صحافت څانګه د يو نوموړي خبريال څخه محرومه شوې ده٬ ارواښاد سادګۍ او محنت سره خپل مقام جوړ كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي