اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ د سندھ حكومت ته هدايت كړے چې د خبريال عزيز مېمن د قتل په كيس كښې دې يوه نوې جے آئي ټي ??شكيل كړې شي۔د كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د پيمرا په هېډكوارټر كښې د كمېټۍ چيئرمېن ميا جاوېد ل??يف په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې قائمه كمېټۍ د تېرې غونډې په مېنټس نور غور كولو سره د دې توثيق وكړو۔په غونډه كښې د خبريال عزيز مېمن د قتل په اړه د پلټنو په لړ كښې بريفنګ وركړے شو۔كمېټۍ هدايت وكړو چې د خبريال عزيز مېمن د قتل په كيس كښې دې يوه نوې جے آئي ټي ??شكيل كړې شي۔كمېټۍ ته په اسد طور د مبينه بريد په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔د دې څخه وړاندې د كمېټۍ چيئرمېن جاوېد ل??يف غونډې ته ووئيل د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د مصروفياتو په وجه د كمېټۍ غونډه كښې شريك نه شو۔هيله ده چې په راتلونكې غونډه كښې به ګډون وكړي۔قائمه كمېټۍ درې حكومتي بلونه موشن پکچر (ترمیمی) بل 2020، پ??کس??ان براډ کاسټنګ کارپوریشن (ترمیمی) بل 2020، ایسوسی اېټډ پریس آف پ??کس??ان کارپوریشن (ترمیمی) بل 2020ء او يو پرائیویټ ممبر بل پ??کس??ان الیكټرانک میډیا ریګولیټری اتھارټی (ترمیمی) بل 2020ء موخر كړل۔په غونډه كښې انجینئر عثمان خان ترکئی، ناصر خان موسیٰ زئی، محمد اکرم چیمه، آفتاب جہانګیر، صائمھ ندیم، کنول شوذب، مریم اورنګزیب، مائزہ حمید ، ذوالفقار بیهان ، ناز بلوچ?? عظمیٰ ریاض٬د اطلاعات او خپرونو د وزارت٬د پيمرا٬د سندھ د پوليس محكمې او د اسلام آباد د پوليسو اعلٰی چارواكو ګډون كولو