اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) خ??رج?? وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي هيومينيټيرين رسپانس پلان (اېچ آر پي) په كار راوستلو سره د كومې ه?? انساني الميې مخنيوي لپاره بهتر وسائل او انتظامات باوري كېدے شي، دې پلان څخه به د اوږدې مودې او د كوټلي پرمختګ اېجنډې 2030 هدفونه سر كولو له هم معاونت ترلاسه شي٬ موجوده حکومت په هره وضعه كښې د فرق نه غېر د هېواد ټولو وګړو ته د صحت پشمول ټول بنيادي سهولتونه د وركولو عزم لري۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ په خ??رج?? وزارت كښې د پاكستان حكومت او د ملګرو ملتونو په اشتراك د پاکستان هيومينيټيرين رسپانس پلان 2021 مخ كتن?? دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې د سفېران وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان، خ??رج?? سېكرټري سهېل محمود، د اېن ډي اېم اے چئيرمېن ليفټيننټ جنرل اختر نواز، د يو اېن ريزيډنټ کوارډينيټر جولين هارنيس، د بېلا بېلو هېوادونو سف??رانو، د يو اېن پاکستان لوړ پورو٬ د سول سوسائټۍ نمائندګانو او د خ??رج?? وزارت چارواكو ګډون وكړو