لاهور 06 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د ټولې نړۍ په شان پاكستان هم د ماحولياتي بدلون سختو خطرو سره مخ دے چې په سبب ئې د ا??بو د كمي په شان ستونزې رامخې ته كېږي، بايد په ص??بو كښې د ا??بو د تقسيم معامله په پارلمان كښې د افهام او تفهيم د لارې حل كړې شي. په لاهور كښې علامه اقبال ﴿رح﴾ په مزار د حاضرې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ګلوبل وارمنګ ??ختو خطرو سره مخ دي. ده ووئيل چې د حكومت د بلين ټري سونامي پروژه روانه ده، دې سره به ماحولياتي الودګي كمه شي. ده ووئيل چې مونږ ته به راتلونكو نسلونو لپاره ونې كرل وي. ده ووئيل چې مونږ غواړو چې د اسمبلۍ تقدس بحال كړو، بايد حكومت او اپوزيشن د يو ب ل د نقطه نظر احترام وكړي.