اسلام آباد 04 جون (اے پي پ??) وزيراعظم عمران خان په هري پ??ر كښې د سېلګرۍ ودې٬ په لږ لګښت د جوړېدونكو كورونو وركولو او د ډيجيټل سټي جوړولو لپاره د پروژو تجاويز ستائېلو سره هدايت كړے چې پروژې دې په ټاكلي وخت كښې بشپړې كړې شي۔د جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د اقتصادي چارو ډويژن وفاقي وزير عمر ايوب خ??ن٬اكبر ايوب خ??ن٬ارشد ايوب خ??ن او يوسف ايوب خ??ن ملاقات كړے۔په دې موقع ملاقات كښې سېنېټر فيصل جاوېد هم موجود ؤ ۔پ?? ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان هري پ??ر كښې په روانو پروژو د پېشرفت او مجوزه پرمختيائي پروژو په خاص توګه كهلا بټ ماډل ټاؤن جوړولو پروژې څخه خبر كړے شو ۔وزيراعظم په هري پ??ر كښې د هېلت كارډ اولسي پزيرائي څخه هم خبر كړے شو ۔ دغسې ملاقات كښې وزيراعظم د پي ټي سي اېل او ټېلي كميونيكېشن انډسټريز پاكستان ملازمين مسائلو زر حل كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په هري پ??ر كښې د سېلګرۍ ود??٬پ?? لږ لګښت د جوړېدونكو كورونو وركولو او د ډيجيټل سټي جوړولو لپاره د پروژو تجاويز وستائېل او د روانو پروژو په ټاكلي وخت كښې د بشپړولو ئې سپارښتنه وكړه