اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د جديد ټېكنالوجۍ استعمال د سپ??ځل?? ټاكنو ضامن دے٬نن پ?? هره څانګه كښې ټكنالوجي اهميت لري٬مونږ ته به د اوسني وخت تقاضو له مخې مخ په وړاندې تلل وي۔داسې ټاكنې غواړو چې څوك هم ورته ګوته ونه نيسي بايد وكيلان د انتخابي اصلاحاتو په اړه خپلې رائے وركړي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پاكستان بار كونسل او د ډسټركټ بار كونسل فيصل آباد پلاوي سره د ملاقات كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار ډاكټر شهباز ګل هم موجود ؤ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د پېنډۍ٬ملتان او د اسلام آباد بار كونسل غوندې د فيصل آباد بار كونسل هم خپلې ټاكنې په اليكټران?? ووټنګ مشين كولو لپاره د اي وي اېم څخه استفاده كولې شي۔ده ووئيل د پاكستان مفاد مونږ لپاره تر ټولو و??اندې دے٬ بايد اېسوسي اېشنز په قامي معاملو خپل د مشرۍ كردار ترسره كړي۔ ده ووئېل په ټولنه كښې د وكيلانو كردار ډېر مهم دے۔د آئين بالادستۍ او د قانون حكمرانۍ لپاره د دوي روښانه كردار د هېواد د تاريخ برخه ده۔ده ووئيل په فېصل آباد كښې به د هائي كورټ بينچ جوړولو په تجويز غور كوو٬وكيلان به د وزيراعظم د نيا پاكستان پ?? هاؤسنګ سكيم كښې شاملولې شي۔په دې موقع د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار ډاكټر شهباز ګل ووئيل د كمې بيعې په هاؤسنګ سكيم كښې به وكيلانو ته په مېرټ كورونه وركولې شي