اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزيرِا??ظم عمران خان سره د کشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم او د اسمبلۍ غړو ملاقاتونه كړي۔ د جمعې په ورځ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخي وزيرا??ظم عمران خان سره سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم ملاقات کړے چې پكښې په سېنېټ كښې په قانون سازۍ او د ر??روان بجټ په اړه په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شهزاد وسيم وزيرِا??ظم ته د حکومتي پاليسيو په سوب د کورونا وباء باوجود د هېواد اقتصادي اعشارو كښې په مثبت بدلون پيرزوئني وړاندې كړې۔ وزيرا??ظم عمران خان سره د کراچي څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو هم ملاقات کړے۔ ملاقات كښې د سياسي چارو خاص مرستيال او ??يف وهپ ملك عامر ډوګر هم موجود ؤ دغسې د قامي اسمبلۍ په غړو كښې عطاء الله خان، فهيم خان، آفتاب جهانګير، اسلم خان او ??يپټن (ر) جميل خان شامل وو۔ ملاقات كښې د کراچۍ په مسئلو خبرې شوي۔دې نه ځانله د وفاقي حکومت په روانو پروژو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ وزيرِا??ظم عمران خان سره وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، عامر محمود کياني او سيف الله نيازي هم ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې په آزاد کشمير كښې د ر??روانو ټاكنو په اړه په تګلاره د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ دغسې وزيرِا??ظم عمران خان سره د قامي اسمبلۍ غړي شوکت علي بھټي، پخواني غړي مهدي حسن بھټي او د صوبائي اسمبلۍ خالد ګجر هم ملاقات کړے ۔ د سياسي چارو خاص مرستيال او ??يف وهپ ملک عامر ډوګر هم په ملاقات كښې موجود ؤ۔ ملاقات كښې وزيرِا??ظم ته حافظ آباد او رائيونډ كښې د روانو پرمختيائي پروژو پيشرفت په اړه ووئېل شول ۔ ملاقات كښې د وزيرِا??ظم د جنوبي پنجاب پرمختګ په شوو اقداماتو او په سيمه د ګټورو اثراتو او د پرمختيائي پروژو په پيشرفت هم خبرې شوي