اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د حكومت لخوا د فلسطيني اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له ?? عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د مسجد اقصی بے حرمتي او په تش لا??ې فلسطيني وګړو ظلم زياتې د قبلولو وړ نه دے۔ د وزيراعظم عمران خان ښكاره او اصولي دريځ دے چې پا??ستان اسرائيل يو ناجائزه او غاصب طاقت ګڼي او دا به چرې تسليم نه كړي۔ هغه د نهې په ورځ د تركيه په كوربتوب كښې د بېت المقدس په تازه صورتحال بېړني ورچوئل كنفرنس ته خطاب كولو۔ دې وېډیو لنک کنفرنس كښې د 60 هېوادونو 100 نه زياتو استازو ګډون وكړو۔ د تركيه د مذهبي چارو وزير په خپلو ابتدائي كلماتو كښې د صدر طيب اردوان خصوصي پېغام وارولو۔ وفاقی وزیر پیر نور الحق قادری د پا??ستان نمائندګي كولو سره حكومتي دريځ وړاندے كړو۔ هغه ووئيل پا??ستان به د يو رياست په حېث د فلسطيني اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ هغه ووئيل د اسرائيلي پوځ دا كارروائۍ په مذهبي او ديني آزادۍ بريد دے۔ پیر نور الحق قادری غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه او سلامتي كونسل دې په بېړني توګه دې سختې مسئلې ته پا?? وكړي۔ د اسلامي هېوادونو تنظيم دې هم فوري او فعاله ګامونه پورته كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل پا??ستان د جوړې??و ورځې نه فلسطيني اولس سره ولاړ دے۔ د وزيراعظم عمران خان ښكاره او اصولي دريځ دے چې پا??ستان اسرائيل يو ناجائزه او غاصب طاقت ګڼي او دا به چرې تسليم نه كړي۔