اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف مشرانو وئيلي دي د پي ټي آئي حكومت په هېواد كښۍ د انتخابي اصلاحات له مخې انتخابي عمل پاك، سپېځلے كولو او جديد ټېكنالوجي معرفي كولو لپاره پوخ عزم لري. د پاكستان تحريك انصاف مركزي مشرانو له مخې اوسنے حكومت الېكټرانك ووټنګ مشين معرفي كول غواړي چې ورسره به د اولس، سياسي ګوندونو او د سول سوسائټۍ په انتخابي عمل اعتماد زيات شي. د ګوند مشرانو له مخې وزيراعظم ??مران خان اپوزيشن ته بلنه وركړې چې دوي حكومت سره د انتخابي اصلاحات او د نوې ټېكنالوجي استعمال په اړه خبرو لپاره كېښني چې دغسې د انتخابي عمل عزت بحال كړے شي. په انتخابي عمل كښې د ټېكنالوجې استعمال سره به په هېواد كښې جمهوري نظام ??ستحكم شي، له بده مرغه په تېر وخت كښې كوم نوي اصلاحات نه دي شوي. د تحريك انصاف مركزي لارښود عامر محمود كياني وئيلي دي په ټاكنو كښې د درغلې ختمولو لپاره يواځنې حل انتخابي اصلاحات دي. ده ووئيل زمونږ حكومت په انتخابي نظام ??ښې اصلاحات كولو لپاره پوخ عزم لري او سپې??لت??ا لپاره د ټېكنالوجې استعمال غواړي. ده ووئيل د وزيراعظم ??مران خان له مخې د كال 1970م د ټاكنو نه علاوه د ټولو ټاكنو په نتيجه اعتراضات شوي. اوس مونږ د يو كال نه اپوزيشن ته وايو چې هغوي په انتخابي نظام ??ښې اصلاحات لپاره مونږ سره مرسته وكړي. ده ووئيل په هېواد كښې انتخابي عمل د درغلې څخه پاكولو لپاره د ټېكنالوجې د استعمال ضرورت دے. هم دا وخت دے چې انتخابي اصلاحات لپاره حكومت او اپوزيشن په ګډه كار وكړي. د وزيراعظم ?? سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ټولو سياسي ډلو ته ووئيل راوړاندې شې او حكومت سره په ګډه انتخابي اصلاحات لپاره كار وكړې. ده ووئيل وزيراعظم ??مران خان په هېواد كښې په انتخابي نظام ??ښې سپې??لت??ا لپاره د دوو لسيزو څخه غږ پورته كوي. ده ووئيل وزيراعظم ??مران خان په اصولي توګه دا پرېكړه كړې چې راتلونكې ټولټاكنې به د انتخابي اصلاحات په بنياد كولې شي. د تحريك انصاف سېكرټري احمد جواد ووئيل بايد ټول سياسي ګوندونه په انتخابي عمل كښې سپې??لت??ا باوري كولو لپاره د حكومت هڅو له مرسته وكړي. د قامي اسمبلۍ غړي شېر علي ارباب وئيلي دي د الېكټرانك ووټنګ مشين استعمال لپاره سياسي مشاورت دې وكړے شي چې دغسې په ټاكنو كښې سپې??لت??ا رواستلې شي. له بلې خوا د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر انتخابي اصلاحات لپاره سياسي ګوندونو سره رابطو لپاره د لوړې كچې كمېټي جوړه كړې. سپيكر وئيلي دي په انتخابي عمل د اولس اعتماد بحال كولو لپاره اصلاحات ضروري دي. د راتلونكو ټولټاكنو څخه وړاندې به د انتخابي اصلاحات عمل ترسره كول وي چې دغسې په ټاكنو كښې سپې??لت??ا باوري كړے شي