اسل??م آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي وزيراعظم عمران خان پاكستان د جديد اسلامي فلاحي رياست جوړولو په سفر روان دے، په نوي پاكستان كښې به امير او غريب لپاره قانون ??و برابر وي او هر ??و به ځواب وروكونكے وي. د ګل په ورځ رېډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئ??ل د پاكستان تحريك ان??اف حكومت د قانون په بالادستې او د كرپشن په خاتمه باور لري. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ټولنې د پاتې طبقې د ژوند معيار ښه كولو پوخ عزم لري او دې سره سره هغه معاشي استحكام او د هېواد پرمختګ لپاره هم شپه ورځ هڅې كوي. ده ووئيل مونږ باور لرو چې د قانون بالادستي او ان??اف د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره ضروري دے. ده ووئ??ل د تحريك ان??اف حكومت د هېواد څخه د كرپشن خاتمې لپاره جوړ شوے. د وزيراعظم عمران خان په شان ليډر قام لپاره د الله نعمت دے، د هغه د معاشي پالېسو په نتيجه ??ښې د هېواد معيشت ښه شوے دے