اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پ??) د منصوبه بندې، پرمختګ ??و اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي پ?? اتفاق قرارداد وړاندې كولو له د اپوزيشن د غوښتنې ??لا??ړ كوو، بايد په ګډه مخ په وړاندې لاړ شوو . د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په قرارداد خبره كښې وفاقي وزير ووئيل د ختم نبوت او ناموس رسالت ﴿ص﴾ په اړه زما او د احسن اقبال جذبات يو شان دي، د پاكستاني پ?? حېث په دې فخر كوم چې كله تېر كال په فرانس كښې د سپكاوي د خاكو پېښه رامېنځ ته شوه نو په دې تر ټولو موثر غږ د پاكستاني اولس او حكومت لخوا رامخې ته شوے. د دې مثال په اسلامي امت كښې نه موندلے كېږي. ده ووئيل د ناموس رسالت معامله مونږ ټولو لپاره مهمه ده. مونږ له به لاره ټاكل وي، په يو بل د بريدونو كولو او د ګاډي ورخېژولو د لارې مونږ دا مقصد نه شو ترلاسه كولے او نه په تېر وخت كښې د دې كومه ګټه رامخې ته شوې. ده ووئيل په قرارداد كښې د اپوزيشن په ګډ??ن حكومت هېڅ اعتراض نه لري، بايد مونږ په ګډه مخ په وړاندې لاړ شوو.