لاهور۔7مارچ(اے پی پ??)صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د حكومت د بشپړه ستراتيجۍ په نتيجه كښې د هېواد معيشت ورځ په ورځ ښه كېدو پلو روان دے۔ لوبې ٬ سېلګري ٬ امن او سوكالي د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه پولو اېنډ کنټری کلب كښې د ماسټر پېنټس جناح ګولډ کپ 2021ء فائنل مېچ دستورې ته د خاص مېلما په حېث ??طاب كو??و۔ ټورنامنټ د ډائمنډ پېنټس لوبډلې وګټ??و۔ دستورې ته خپل خطاب كښې صدر ووئيل د حكومت د بشپړه ستراتيجۍ په نتيجه كښې د هېواد معيشت ورځ په ورځ ښه كېدو پلو روان دے۔ لوبې ٬ سېلګري ٬ امن او سوكالي د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل د كركټ او هاكۍ په ډول د پولو ودې له به هم ګامونه پورته كول وي۔ صدر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې د پولو ودې له د پاك پوځ كردار وستائ??و۔ د پايې دستوره كښې پنجاب رېنجرز د نېزا بازۍ په زړه پورې څرګندونه وكړه۔ په دې مهال بېل آرمي بېنډز خپل پرفارمنس وړاندې كړل۔