اسلام آباد 18 فروري (اے پی پی) وزیرا??ظم عمران خان وئيلي دي باي?? يو امناك، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره ټولې ډلې تشدد ختمولو ، جنګ بندۍ او د شخړې په سياسي ډول هواري لپاره په تعمیری انداز په ګډه كار وكړي،د افغان شخړې كوم پوځي حل نشته او د خبرو اترو د لارې سياسي حل لټولو سره مخ په وړاندې تلل يواځنۍ لار ده،افغانستان كښې د امن راتللو سره به د سيمي او د ټولې نړۍ اقتصادي پرمختګ ، سيمه ايز تجارت او ښو رابطو د لارې مثبت اثرات مرتب شي۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه ده د افغانستان د مسعود فاؤنډېشن مشر احمد ولی مسعود سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔وزیرا??ظم د احمد ولی مسعود هركلے كولو سره ووئيل پاکستان او افغانستان د ورورولۍ اړيكې ،شريك تاریخ، مذهب ، ك??تور او روایات لري۔ ده د افغان مزاحمت په مهال ?? يو مهم مجاهد لیډر په توګه د ارواښاد احمد شاہ مسعود تاریخی کردار ذکر وكړو۔وزیرا??ظم ووئيل افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او د خبرو اترو د لارې سیاسی حل لټولو سره مخ په وړاندې تلل يواځنۍ لار ده۔ وزیرا??ظم ووئيل د افغانستان نه پس پاکستان ،افغانستان كښې د امن راوستو تر ټولو زياته خوښي لري ځكه چې پاكستان ?? دې شخړې په وجه زيات ځپلے شوے ۔افغان امن عمل په تناظر كښې وزیرا??ظم ووئيل پاکستان د نړيوالو مذاکرات پيل كولو او د امریکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامې له د آسانيو لپاره بشپړه مرسته كړې ۔ نړيوال مذاکرات يوه تاريخي موقع وركوي او افغان قیادت باي?? يو كوټلي ،په پراخه بنيادونو او مقصد لرونكې سیاسی حل لپاره هڅې وكړي۔ وزیرا??ظم ووئيل پاکستان په ټولو ډلو زور راوړې چې د تشدد ختمولو ، جنګ بندۍ او يو امناكه ، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره سیاسی حل ته رسيدو له په تعمیري انداز په ګډه كار وكړي۔وزیرا??ظم ووئيل افغانستان كښې امن سره به د سيمې او نړۍ په اقتصادی پرمختګ ، سيمه ايز تجارت او د ښو رابطو د لارې مثبت اثرات مرتب شي۔احمد ولی مسعود او د هغه پلاوي دا دورہ دوه اړخيزه اړېكو ته د ودې وركولو لپاره افغان لارښودو سره رابطو او افغان امن عمل په اړه شريكې همغږۍ ته د ودې وركولو د پاکستان د پالیسيو تسلسل دے