اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو و فاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چ?? په نننۍ ورځ د پاكستان اولس خپلو كشميريانو وروڼو سره د يو والي څرګندونه كوي او د دې لوظ پخلې كوي چې پاكست??ن به د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د دوي سياسي٬سفارتي او اخلافي ملاتړ روان ساتي۔د هند ظلمونو٬پوځ كشۍ او د جبر او استبداد په ضد مونږ خپلو كشميري وروڼو سره يو ??و دوي سر?? به تل ولاړ يو۔د كشمير يو والي ورځ?? په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د جمو او كشمير شخړه د تقسيم هند نامكمل ايجنډا ده خو هند په كال 2019م كښې د اګست په پنځمه نېټه يو ??ړخيزه او غېر قانوني اقدام كولو سره د فرورۍ د پنځمې نېټې اهميت لا زيات كړې۔ده ووئيل چې بې ګناه او مظلوم كشميرې اولس د تېرو 7 لسيزو نه د هند غېر انساني سلوك سره مخ وو٬اوس د تېرو 18 مياشتو نه پرله پسې پوځي محاصرې٬مواصلاتي بندېزونو او د مېډيا بليك آؤټ پشمول بدتره بندېزونو سره مخ دے او په نړۍ كښې يې مثال نشته۔ده ووئيل چې مهذب نړۍ ت?? به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د دوي جائز حق وركول وي۔وزيراعظم عمران خان كشميريانو سره ولاړ دې او په نړيوالو فورمونو يې د مظلومانو په حق كښې غږ پورته كړی۔ده ووئيل چې پاكست??ن به د كشميريانو٬اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي