اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ??ئيلي دي د هېواد څخه د پوليو خاتمې ته حك??مت اول پام لرنه كوي ، حك??مت د كورونا وبا غوندې په سختو حالاتو كښې هم د پوليو د مخ نيوي كمپائن په كاميابې سره مخ په وړاندې بيائي، جاپان ??اكستان ته د پوليو واكسين اغستو لپاره د 4.57 مليونه ډالرو ګرانټ وركوي، په دې ګرانټ به 23.66 مليونه د واكسين ډوز اخستلے شي، د دې ګرانټ په مرسته به په كال 2021م كښې د پوليو كمپائنونو په مهال د پنځو كلونو نه كم عمر ماشومانو ته د پوليو واكسين وركړے شي، په ??ې لړ كښې د جاپان حكومت، يونيسېف او د جاپان انټرنېشنل كارپورېشن اېجنسې﴿جائيكا﴾ ترمېنځه لوظنامه لاسليك شوې. په خپل يو بيان ??ښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل د پاكستان حك??مت هر يو ماشوم ته د پوليو واكسين ممكن كولو لپاره په وخت ګرانټ وركولو د جاپاني حك??مت او اولس مننه كوي. هيله ده مونږ به په ګډه ډېر زر نه يو??زې پاكستان بلكې ټوله نړۍ د پوليو څخه پاكولو كښې بريالي شوو. ده ووئېل په پاكستان ??ښې د جاپان سفير د كورونا وبا په مهال سره د سختو حالاتو ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركوونكو د پوليو كاركنانو ستائنه كړې. ده ووئيل د جاپان حك??مت به يونيسېف سره په ګډه په پاكستان ??ښې د پوليو خاتمې لپاره پاكستاني اولس سره خپله مرسته روانه ساتي. په دې موقع د جائيكا مشر شيګے كي فوروټا ووئيل د كورونا وبا سره هم د پوليو د مخ نيوي كمپائن روان ساتل د پاكستاني حك??مت يوه ډېره لويه كارنامه ده. د يونيسېف مشر هم په ??ې لړ كښې د پاكستاني حك??مت د هڅو ستائنه وكړه.