اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر وئيلي دي په سختو حالا??و كښې مقابله كولو لپاره د پارلمان كر??ار مهم دے، وخت راغلے چې مونږ اولس سره په شوو لوظونو عملدرآمد كولو له ټول وسائل پكار راولو، د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو له اپوزیشن ګوندونو سره به د مشاورت عمل مخ په وړاندې بوتللے شي۔ده د شورو په ورځ سپیكر هائوس كښې د حكومتې لارښودو د غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو پرویز خټك، شاه محمود قریشی، اسد عمر او شفقت محمود پشمول د حكمران ګوند په قامی اسمبلۍ كښې چیف وهپ ملك عامر ډوګر ، وزير مملكت علی محمد خان او د وزیراعظم ?? پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پارلمانی چارو پشمول د هېواد په سیاسی، معاشي او د كورونا په وضعه د چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو او د اپوزیشن ګوندونو پارلماني لارښودو سره په مشاورت هم غور وشو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپیكر ووئيل اوس وخت راغلے چې اولس سره په شوو لوظونو عملدرآمد كولو له ټو?? ممكن وسائل وكاروو ځكه چې د سختو حالاتو مقابله كولو له د پارلمان كر??ار مهم دے۔ده ووئيل د كورونا دويمې ??پې په مهال پارلمان ښه كر??ار ترسره كړے ۔ وفاقی وزيران دې د وزیراعظم ??مران خان سره ملاقات وكړي او دغې نه پس به د قامی اسمبلۍ غونډې رابللو په اړه حتمی پريكړه كولې شي۔