اسلام آباد۔8 جنوری(اے پی پی) د كورونيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم څه وخت هم كوئ??ه ته تللے شي۔ د اپوزيشن د احتجاج مخنيوے به نه كېږي ۔ كومه رويه چې اپوزيشن خپلوي هم هغسې به ورسره اختيارولې شي ۔ راروانې دوه درې مياشتې سياست لپاره ډېرې مهمې دي۔ د داخله وزارت اقدامات او كردار به تر نظره شي۔ د اپوزيشن په حقله ??ې چې كومې هم پېشګوئۍ كړې وي سمس ثابت شوي۔ د جمعې په ورځ نېشنل پولیس اکېډمی كښې خبريال??نو سره خبرو كښې هغه ووئيل حكومت د امن وضعې ښه كولو له هڅې كوي۔ هغه ووئيل اوسني چيف الېكشن كمشنر ټاكنې نه دي كړې نو د هغه په ضد احتجاج څنګه كېدے شي۔ د اپوزېشن كېس كمزورے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزيراعظم څه وخت هم كوئ??ه ته تللے شي۔ زما په شمول د يو شمېر وزير??نو رائې دا وه چې هغه دې كوئټې ته لاړ شي۔ دا بيله خبره ده چې هغه دې نه وړاندې كوئ??ه ته د تللو پرېكړه كړې وه۔ هغه ووئيل په داخله وزارت كښې ميډيا سېنټر جوړوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اسلام آباد كښې د يو ځوان د پوليس د لاسه وژلے كېدل يوه سنګينه پېښه او جرم دے۔ دا ډېره د افسوس وړ پېښه ده۔ نيولې شوو 5 اهلكارو باندې د ترهګرۍ دفعات لګولې شوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل ما د اپوزيشن په اړه څلور خبرې كړې وې هغه ټولې سمې ثابتې شوي٬ يوه دا چې هغوي به ضمني ټاكنو كښې برخه اخلي ٬ او هغوي برخه اخلي۔ دويمه دا چې د سېنېټ ټاكنو كښی به هم برخه اخلي او هغ?? دغسې كېږي۔ درېمه دا چې استعفی به نه وركوي او هغوي استعفې نه وركوي۔ څلورمه دا چې هغوي به لانګ مارچ له اسلام آباد ته راځي او راروا?? دي۔ هغه ووئيل اپوزيشن چې څنګه رويه خپلوي هم هغسې سلوك به ورسره كولې شي