اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د خپلواكۍ حق د انسان بنيادي پېدائشي او نړيوال قانوني حق دے۔ كشميري حريت خوښو ته ?? عقيدت سلام وړاندے كوؤ كوم چې كوم جبر او ظلم هم د دې جائز او بنيادي جمهوري حق ترلاسه كولو تحريك نه شاته نه كړل۔ د نهې په ورځ وفاقي وزير خپل ټويټ كښې ووئيل چې د خپلواكۍ حق د انساني عظمت او وقار يوه لازمي برخه ده۔ ددې نفي د بشري آزادۍ ٬ قدرونو او اصولو انكار دے۔ ننۍ ورځ ملګرو ملتونو ته ??ا يادوي چې كشميري اولس ته ?? خپلواكۍ حق وركولو په بابله د سكېورټي كونسل د 5جنورۍ كال 1949ء قرارداد تر اوسه عملي نه شو۔ نړۍ بايد مقبوضه كشمير كښې د انسانيت په ضد په روانو جرمونو خاموشي ماته كړي۔ هغه ??وئيل وزيراعظم د نړۍ په هر فورم د كشميريانو وكيل ا?? سفير جوړېدو سره د مېړنو كشميريانو مقدمه په غوره ډول مخ په وړاندې بوځي او د هند اصلي څېره به نړۍ ته ??غسې په ډاګه كولې شي۔