ملتان۔12 دسمبر(اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پي ډي اېم ډله به د بېرته تلو لاره پېدا نه كړي۔ اپوزيشن چې څومره شور هم كولې شي بايد وكړي دوئي ته به كومه اېن آر او وركولې نه شي او لوټ كوؤنكو له به د لوټ كړي شوي دولت حساب وركول وي۔ اپوزيشن په غېر ملكي اشارو ګډيږي او دوئي ته هېواد كښې د اړي ګړي رامخ?? ته كولو ټاسك وركړے شوے دے۔ ولې دوئي به د ناكامۍ نه سوا بل هېڅ څه نه مومي۔ ما د اولې ورځې نه وئيلي وو چې په پي ډي اېم كښې د استعفاګانو په شمول په يو شمېر چارو كښې اختلاف رامخ?? ته شوې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير تېره ورځ ملتان كښی بېلو پلاويو سره دملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغ?? ووئيل د هند د بشري حقونو خلاف ورزيو كولو او په كشميريانو د روان ظلم او زياتي ناوړه څېره نړۍ ته په ډاګه شوې ده۔ هغ?? وئيل د هند د پالېسيو او هندوتوا سوچ په ضد د هند دننه نه غږ پورته كېږي۔ هغ?? ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند فشار واچوي دغسې چې هغ?? د بشري حقونو خيال ساتل ب??ور?? كړي۔ هغ?? ووئيل د اے ډي بي اوسنې رپورټ زمونږ د اقدامامو توثيق دے۔ هغ?? ووئيل مونږ د ګرانۍ ختمولو له ګامونه پورته كوؤ۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي ډېر زر به په ګرانۍ قابو ومومو۔ هغ?? ووئيل دا يوه خوشبينه خبره ده چې د چينيو په بيعه كښې د كلو په سر 31 روپۍ كمې شوې دې۔ هغ?? ووئيل د كورونا دويمه چپه سخته ده اولس بايد په اېس او پيز عمل وكړي۔ خارجه وزير ملتان كښې خپله حلقه كښې د روانو پرمختيائي منصوبو جاج واخست او د اولس مسئلې ئې وارېدلې د كومو هوارولو له چې ئې په موقعه امر هم جار?? كړو۔