ملتان 06 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په ملتان كښې د اپوزيشن د غونډې په موقع د كانټينرو لګولو او د ګرفتارې ضرورت نه و، د خلقو په نيولو كښې د ده كوم كر??ار نشته. په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې بايد اپوزيشن ته په قلعه قاسم ??اغ كښې د غونډې اجازه وركړې شوې وه، كه خنډ نه و پېدا كړے شوے او دا غونډه په سټېډيم كښې شوې وه نو دوي به خلقو ته معلوم شوي وو. د دوي د پاور شو حقيقت به هم خلقو ليدلې و، چا چې هم د غونډې د مخ نيوي هڅه كړې، د سياسي شعور څرګندونه ئې نه ده كړې. ده و??ئيل چې په ګرفتارې كښې د ده كوم كر??ار نشته او په دې لړ كښې تورونه بې بنسټه دي. ده و??ئيل چې زه په سياسي عمل باور لرم او مونږ په سياسي انداز كښې مخ په وړاندې تلل غواړو. ده و??ئيل چې ده د كابينې په غونډو كښې هم دا دريځ وړاندے كړے او وزيراعظم عمران خان هم د غونډو په لار كښې د كوم خنډ پېدا كولو په حق كښې نه دے. ده و??ئيل چې د كورونا دوهمه چپه ډېره سخته ده. ده و??ئيل چې د سندھ وزيراعلٰي لاك ډاٶن هم لګولې او د غونډو ملاتړ هم كوي، دا كوم ډول دوه مخې معيار دے.