اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې ??ېواد كښې د ډيجيټل ټرانزېکشن ودې سره به د هېواد معيشت مستحكم شي ، په شموليتي سرمايه کارۍ كښې ټولو څانګو په خاص توګه مېرمنو پلو پام ګرځول پكار دي، د کرپشن نه بچ كېدو، کارکردګي كښې اضافه او نظم او نسق ته پاملرنه كولو سره هېواد د پرمختګ په لاره روانېدې شي، موجوده حکومت د روزګار او تعليم برابر موقعې وركولو لپاره هڅې كوي، په دې څانګو كښې د عدم مساوات خاتمې ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د ګل په ورځ د شموليتي سرمايه کاري پاکستان ايکسپو 2020 پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ??وئ??ل د پاكستان پشمول ګردې نړۍ كښې د كرونا دوېم چپه پېل شوې ده، كېسونه ورځ په ورځ زياتېږي٬ مونږ ټولو له د كرونا نه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عملدرامد جاري ساتل پكار دي۔ ده ??وئ??ل د كرونا باوجود معيشت بهترۍ پلو روان دې۔ ده ??وئ??ل موجوده حکومت چې ??له اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد 20 اربه ډالره كرنټ اكاٶنټ زيان سره مخ ٶ ٬ درامد??ت زيات او برآمدات كوم ٶ او په تېر دور كښې د ډالره بيعه په مصنوعي توګه په ځائ ساتلې شوې٬ کرپشن او بدانتظامي سره هېواد ته زيان رسي معاشي پرمختګ لپاره فنانشنل ډسپلن ضروري دې۔ ده ??وئ??ل دا مهال په ترسيل??ت زر كښې اضافه شوې ده٬ د لاهور ٬ كراچۍ او فېصل آباد سوداګرو سره ملاقاتونه شوې دي او ھغوي د اوسني حكومت په پاليسو د اعتماد څرګندونه كړې ده ٬ صنعتونه چالو دي٬ محصولات او د روزګار موقعې رامخې ته كېږي۔ ده ووېيل د وزيراعظم عمران خان د معاشي ډلې د معيشت بحالۍ لپاره اقدامات د ستائنه وړ دي٬ معاشي اعشاريې د بهترۍ لور روانې دي،د پاکستان په سټاك ايکس چينج كښې تېزي راغلې ده۔ ده ??وئ??ل حکومت تعميراتي څانګې ته بشپړه پاملرنه كوي، دې سره به د روزګار موقعې پېدا شي۔ ده ??وئ??ل زرعي څانګه كښې د فصلونو په انشورنس كار پكار دې، بېنكونه دې د قرض په وركولو كښې آسانۍ پېدا كړي٬ ده ??وئ??ل مېرمنې اختيار منې جوړولو لپاره دوي په مالي توګه اختيار منې جوړول ضروري دي، احساس پروګرام كښې مېرمنې په مالي توګه اختيار منې جوړولو پلو خاص پاملرنه شوې ده،۔ ده ??وئ??ل په بانكونو كښې دې د خاص كسانو تربيې او دوي بهرتۍ دې باوري كړې شي٬ د احساس پروګرام له مخې د خاص كسانو ډېټا غونډه كړې شوه ده۔ په دستوره كښې د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ او د مركزي بانك ګورنر ډاکټر رضا باقر هم وېنا وكړه۔