اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) د انرژۍ وفاقي وزیر عمر ا??وب خان د بلوچستان په اورماړه او د خېبر پختونخوا په شمالي وزیرستا?? ك??ې په امنیتي کاروانونو وروستي ترهګریز بر??دونه په کلکه غندلې دي۔ وفاقي وزير په يو بيان كښې وئيلي چې د تېر زيارت په ورځ د بلوچستان اورماړا سيمې ته نزدې د يوې كمپنۍ په كاروان بريد وكړے شو چې په نتيجه كښې ئې آئل اېنډ ګېس ډوېلپمنټ كمپني د خپلو 7 ساتونكو نه محرومه شوه۔ هغه ووئيل بلوچستان كښې په امنيتي ځواكونو ترسره كېدونكو بريدونو د اهلكارو كورنۍ او ټول قام غ??ژن كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې مونږ غېر انساني بريدونه كوؤنكو شرخوښو ته خبردارې وركوؤ چې كوم طاقت هم د بلوچستان د اولس د پرمختګ ٬ سلامتيا او امن په ضد ودرېدے نه شي۔ زمونږ وسله وال ځواكونه ??و قانون نافذ كوؤنكې ادارې د وطن د ساتنې عزم لري۔